تخطى إلى المحتوى

(لندنی یا د بامیان د ښار ګریه (جارچي

    د ښارګریه (جارچي) هغه څوک دی چې په کوڅو او ښار کې عامه اعلانونه کوي. د اعلانوونکو تاریخ د پخواني چین پورې تړاو لري چیرې به چې پادشاهانو ډیری خلک د شاهي اعلانونو، بندیزونو، دبازار ورځو، د ځایي حکومتي فرامینو، داعدامونو، دجرمي ربړونو، خبرتیاوو او داسې نورو د اعلانولو لپاره ګمارل. د عامه بې سوادۍ په موده کښې دا اعلانونکي (جارچیان)د معلوماتو او خبرونو د خپرولو دپاره یوازیني امکانات وو. یو څو لسیزې وړاندې کابو ټول خلک د دوی سره بلد وو. په بامیانو کښې یو کس دغه دود په ښه توګه  ژوندی ساتلی دی. دا چې د هغه اصلي نوم جمعه خان دی، خلک يې په (لندني) چې معنايې (لندنی) دی پیژني. هغه د څو لسیزو راپدیخوا دولتي فرمانونه، راتلونکي پېښې، د ورک شوو او پیدا شوو خبرتیاوې او داسې نور اعلانونه د بامیانو په ښار کښې کوي. هر هغه څوک چې په بامیانو کښې اوسيږي د لندني او د هغه د خبرتیاوو د اعلانولو سره بلدتیا لري. د ځایي خلکو په وینا، کله چې یوه خبرتیا په ښار او یا بانډو کښې د

    اعلانولو دپاره وي د رادیو او ځايي رسنیو پر ځای خلک اوس هم لندني ته د اعلان لپاره ورځي.

    هغه مونږ په خپل ترکارۍ هټۍ کښې چې د ملګرو سره ناست وو وموند. د هغه ملګري وایي، هغه د شوخ طبیعت په درلودلو سره  یو ډیر مهربانه او دوستانه سړی دی. هغه ترکاري پلوري، لیکن کله چې د ورځې په اوږدو کښې کومه دنده د اعلانولو لپاره تر لاسه کوي نو  خپل ګرځنده (سیار)  لوډسپیکر را اخلي او د ښار په

    ګوټ ګوټ کښې اعلان کوي  او خلګ په ډیر لېوالتیا د هغه شاوخوا ته راټولیږي او ترینه پوښتنه کوي چې ”لندني‌څه پېښه ده؟ “

    ”کله چې ما د یو خبر نګار په توګه د بامیان په ښار کښې خپله دنده پیل کړه. د ښار جار وهنه دپیښو څخه د خلکو د خبرولو لپاره یوازینۍ لار وه. د څو خبرونو څخه وروسته زه ډیر مشهور شوم، په هغه وخت کښې هر څه باید ما هر څه حفظول، اوس آسانه دي چې هر څوک خبرونه او اشتهارات راوړي په ورقه کښې یې لیکلي وي او زه یې عامو وګړو ته لولم“ .

    اوس مهال، هغه د دولتي او غیر دولتي دفاترو، کورنیو او انفرادي خلکو څخه مراجعین لري. خان وايي: د هر اعلان په بدل کښې د ۲۰۰ څخه تر ۵۰۰ افغانۍ لاسته راوړم، هغه زیاتوي چې زه په خپلې دندې کښې ډیر خوښ یم، لیکن په دې وروستیو کښې بې وسې شوی یم او کله کله په پښو او ملا کښې د درد احساس کوم او هوډ لرم چې د خپل عمر تر پایه به خپله دنده ترسه کوم.

    په زړه پورې خبره دا ده چې هغه دا نوم څنګه و ګاټه: کله چې هغه خوښ وي نو په خپل اعلان کښې د بی بی سی د خبریالانو پېښې کوي نو له همدې کبله خلک هغه د بي بي‌سي‌ سره پرتله کوي او ورته لندني وایي.  جمعه خان هیله مند دی چې خپل هيواد کښې سوله او نیکمرغي وویني او هغه وايي چې هغه به هیڅکله بامیان پرې نږدي.