تخطى إلى المحتوى

اختريزه کاسه

    اختريزه کاسه (اختریزه پیاله- کندهاري لهجه) یوه کلتوري تګلاره ده چې د کندهار ولایت د بېلابېلو قومونو پورې اړوند کلیوالي ټولنو لخوا ترسره کيږي.

    د اختر د جشن په لومړۍ ورځ، د ډیری کلیوالي کورنیو غړي یو بل په غیږ کې نیسي او په خپلو کورنو کې خواړه چمتو کوي، چې دوی ورته د اختر کاسه وايي او بیا یې د اختر په لومړي ورځ له يو بل سره شريکوي.

    DCIM100GOPROGOPR2456.JPG

    ۴۵ کلن شاه اغا وايي: د دې جشن د لمانځلو لپاره ، موږ په کور کې یو لړ خواړه، لکه وریجې، منتو، حلوا، غوښه او سوپ پخوو دا خواړه زموږ په کلي کې جومات یا عامه ځای ته راوړو ترڅو د اختر په ورځ  کوچنيان، غریبان، سپین ږیری او حتی بډایان د اختر د لمانځلو په توګه وکولای شي یاد خواړه وخوري.

    د کندهار یو بل اوسیدونکی، حاجي قیوم وايي: زموږ په ټولنه کې بېلابېل قشرونه شتون لري، ځینې ​​یې له اقتصادي پلوه ښه او ځینې یې ضعیف دي. دوی د دې لپاره چې خپل سخاوت نورو ته وښيي د دغې تګلارې له لاره هغه خواړه چې دوي پاخه کړي وي له يو بل سره شریکوي.

    د کندهار ولایت کلیوالې سیمې په ټولنیز ډول محافظه کاره دي، او په ډیری کورنیو، ټولنیزو او کلتوري پېښو کې د میرمنو ونډه کمه او يادې پېښې په نارينو پورې تړاو لري، پداسې حال کې چې د کلي ميرمنې ډیری وختونه د بېلابېلو کورنيو د میرمنو ترمنځ نږدې اړیکې پالې، همدارنګه د دوي ټولنیزې اړيکي د نارينو له لوري له نيږدي څارل کیږي او خورا محدودې دي.‎

    د کندهار د نوراني سیمې یو تن اوسیدونکی وایی: کورنۍ چارې په کندهار کې د نارینو لخوا اداره کیږي چې د ډیری میرمنو ټولنیز ژوند یې محدود کړی، د دې ترڅنګ د دوی د ټولنیز ژوند په چارو یې اغېزه کړې، او د دوی د بشپړې توانايی مخه یې نيولې ده.

    د اختر کاسې دود په ټولنه کښې د یووالي رامنځته کولو وړتیا لري. شاه اغا وايي: پداسې حال کې چې موږ ممکن د جندر مساوات په نظر کې و نه نیسو، دا ډول کلتوري دودونه مونږ ته د يو بل ښه پېژندلو ازادي راکوي او د دوه اړخیز درناوي ښودلو یوه ښه لاره ده. دا په ټولنه کې د نږدېوالي او حتی مینې احساس ته وده ورکوي او د اشخاصو او کورنیو تر منځ د توپیرونو په لرې کولو کې مرسته کوي.

    هغه د خپلو خبرو په لړ کې زیاتوي: د دغې دود له لارې خلک کولای شي خپلې شخړې شاته پریږدي، یو بل په غیږ کې ونیسي، او خواړه شریک کړي. دا د باور فضا رامنځته کولو کې مرسته کوي او حتی د کلیوالو ترمنځ اوږدمهاله شخړې هواروي.

    د اختریزې کاسې د خوړو له خوړلو وروسته ، کلیوال د یو بل سره په خپلو کورنو کې ګوري او خپلو خپلوانو سره د اختر د لمانځلو په موخه د يو بل  کور ته ورځي.

    د کلي ماشومان کور په کور د اختر د لمانځلو په موخه مبارکیانې ورکوي او اختریزې مېوې ترلاسه کوي. د توان تر حده، د کورنۍ ټول غړي، نارینه ، ښځې او ماشومان د اختر د لمانځلو لپاره نوي اخیستل شوي جامې آغوندي.