تخطى إلى المحتوى

آيا د مختلفو قومونو د وګړو ترمنځ ودونه اوس هم ممنوع دي؟

    هر سهار هغه د خپلې خوښې پښتو خبرې “سحر پخیر” په ویلو سره پاڅیږي او زه “صبح بخیر” په دري کې ځواب ورکوم. ۲۵ کلن سید نور احمد چې د هرات ولایت یو پښتون دی وايي: دوه کاله دمخه د زدکړو پر وخت هغه د خپل ژوند د راتلونکي  مینې زهرا سره ولیدل، چې یوه هزاره ده.

    افغانستان د بېلا بېلو قومونو، کلتورونو، مذهبونو او ژبو هېواد دی. داسې ارقام شتون نلري، چې څومره افغانان نن ورځ د خپل توکم څخه بهر واده کوي، دغه تګلاره د ډیری کورنیو لپاره ممنوع ده. سعید نوراحمد فکر کوي چې د پښتنو او هزاره ګانو تر منځ ودونه شاید ترټولو غیر معمولي واده وي.

    هغه او زهرا د خپل ګډ ژوند څخه خوند اخلي، مګر د دې ترلاسه کولو لپاره ننګونو شتون درلود. هغه وايي: تاسو باید د مور او پلار لومړني عکس العمل لیدلای وای کله چې ما دوی ته وویل چې زه غواړم یوې هزاره سره واده وکړم،هغه زیاته کړه: دا زمونږ دود سره بشپړ په ټکر کې وو او په لومړي سر کې حتی دا زما لپاره ناممکن ښکارېده.

    مګر ما د خپلې کورنۍ سره د دوی د قناعت لپاره د څو میاشتو لپاره خبرې وکړې، او ما په دې اړه د دوی د نظرونو په اړه د پوهیدو هڅه هم وکړه. واده هیڅکله اسانه پریکړه نده او ما ته یې ننګونې رامنځته کړې. ما خپلې کورنۍ ته وړاندیز وکړ چې لږترلږه دوی باید د زهرا له مور او پلار سره وویني، ځکه چې هغوی هم دې ته اړتیا لري ترڅو زموږ د پریکړې په اړه قانعت ترلاسه کړي.

    د زوم کورنۍ معمولا د رسمي غوښتنې لپاره د ناوې کورنۍ سره لیدنه کوي، او دا خورا ستونزمن وي ځکه چې دوی د یو بل د دودونو په اړه هیڅ نه پوهیدل. سعید نوراحمد زیاتوي: مونږ نه پوهېدو چې څه ډول متقابل عمل وکړو، زموږ ژبې توپیر درلود، زما مور او پلار نشو کولای په دري کې له څو جملو څخه زيات څه ووایی، حتی دوي په ډير څه نه پوهېدل.

    زهرا وايي: ما هم ورته تجربه درلوده. زما کورنۍ د یو دلیل لپاره د پښتنو په اړه منفي احساسات درلودل، نو دا د دوی لپاره واقعا ګرانه وه، او ما څو اونيو ته اړتیا درلوده چې دوی دا ومني چې زه غواړم له خپلې ټولنې بهر واده وکړم. دا زموږ دود دی او هزاره والدین د واده وړاندیز په یوځل نه مني، مګر وخت ته اړتیا وه ترڅو وګوري چې د زوم کورنۍ څومره ژمنه ده. دا پرېکړه خورا ستونزمنه وه چې هغه د بل توکم او کلتوري ډلې غړی و.

    د دې خنډونو سره سره، یو څو میاشتې وروسته، نورحمد او زهرا واده وکړ او هلته په يوه سيمه کې په یو کور کې مېشت شول چېرته چې ډیری هزاره خلک اوسیږي. له همدې امله، نوراحمد د هزاره ګانو د ژوندانه د تګلارې په اړه ډیر څه زده کولو ته اړتیا درلوده. هغه وايي: زه باید د هغوی ارزښتونه او حساسیتونه زده کړم، پداسې حال کې چې د دوی ځانګړي ژبنیزې لهجې غوره کوم چې په ټولنه کې د منلو وړ وي.

    واده د دوی دواړو لپاره کلتوري تبادله وه. زهرا څرګندوي: د یو چا سره مینه کول چې د توکم، کلتور، ژبې او مذهبي عمل له مخې له تاسو سره توپیر لري پدې معنی دی چې تاسو باید د خپل ملګري نظرونو ته خپله فکري تګلاره خلاص کړئ، د یو بل اختلافاتو ته درناوی وګړئ او یو بل وزغمئ.

    نوراحمد وايي: موږ باید د ننګونو سره سره هڅه وکړو چې د توکميزو اړیکو د ښه کولو لپاره دغه کړنه د یوې لارې په توګه تقويه کړو، ځکه دغه تګلاره د ملي یووالي د ټینګولو لپاره یوه اوږدمهاله وړتیا ده.