تخطى إلى المحتوى

نوی سړۍ او نهه (۹)غوايه

    نهه غوايي او نوی سړۍ (په دری ژبه کې نو ګاو و مرد نو) د افغانستان په بامیان ولایت کې د کورنیو ترمینځ د نوي زیږیدلي ماشوم لپاره يوه دودیزه اصطلاح ده، چې د دوی په باور یوه ماشومه نجلۍ د نهه غواو ارزښت لري.

    له بلې خوا، داسې انګیرل کیږي چې د هلک زیږون د کورنۍ راتلونکي او د دغې کورنۍ راتلونکي عایداتي مالي سرچينې تضمینوي ​​همدارنګه د کورنيو اړتیاوې پوره کوي او د کورني چاري سمبالوي.

    د بامیان اوسیدونکی، ۵۵ کلن غوریان علي په دې اړه څرګندوي: موږ د مرد نو کليمه، نوي زيږدلې هلک ته کارو چې په راتلوکي کې مالي او نورې اړتیاوې چمتو کوي، او نجلۍ ته ځکه د نو ګاو کليمه کارو چې هغه په راتلونکي کې د بلې کورنۍ هلک ته واده کیږي او د دې پر ځای چې د خپلې کورني چارې سمبال کړي د هلک د کورنۍ چارې سمبالوي. زه پدې باور یم چې دغې کړنې جنسیتي توپير ته وده ورکوي.

    پخوا په سختو وختونو کې کله چې مالي سرچينې کمې وې، د ناوې مور او پلار د واده د لګښتونو په بدل کې د ناوې کورنۍ ته یوه یا څو غواګانې ورکولې. نو له همدې امله ځینې کورنۍ نوي زیږدلې نجلۍ ته د نو ګاو کلميه کاروي چې دغه يو جنسیتي تعصب دی.

    ۴۵ کلنه ښځه ګلسوم چې د بامیان دره فولاد اوسیدونکي ده یاده خبره مني او وايي: زموږ په کورنیو کې، کله چې یو هلک نړۍ ته راځي، موږ هغه ته په اشاره دا ډاډ ترلاسه کوو چې هغه غوره تعلیم، خواړه، او کالي ولري. له بلې خوا  نجونې ډیری وختونه له ورته چلند څخه بې برخې دي، ځکه خلک پدې باور دي چې نجونې د لږ ارزښت وړ دي. هغه ښځې چې نارينه اولاد نلري د دوي میړونه د دې په موخه دوهم واده کوي چې يو نارينه اولاد پیدا کړي چې ډېری وخت دغه حالت کورنی تاوتریخوالي رامنځته کوي.

    ګلسوم د خپلو خبر په لړ کې زیاتوي: مونږ همدارنګه يو بل دود هم لرو چې د نوي زیږدلي ماشوم اطاق د څلویښتو ورځو لپاره روښانه ساتو، خلک په دې باور دي چې د شپې لخوا په اطاق کې روښنايي نوی زیږدلۍ ماشوم له جنیاتو او نورو ستونزو څخه ژغوري.

    د ټولنې غړي تمه لري چې پلار ته یې د زوی د زيږون مبارکي د سندرو او او موسیقي په ویلو سره ورکړي. غوریان علي بیناوي: د د زوی له زیږون وروسته د ۶ ورځو لپاره، د هلک پلار خپلو ګاونډیانو او خپلوانو ته بلنه ورکوي او هغوی ته د خوښيو د لمانځلو په موخه خواړه ورکوي سندرې وايي او نڅاوې کوي. له هغې وروسته، کله چې د هلک لپاره نوم غوره کوي يوه بله ځانګړې مېله له خپلو. خپلوانو سره کوي، او ځینې وختونو د هلک د ليدو په موخه یاد هلک ته پیسې ورکوي (چې په دري ژبه کې ورته روی ديدني وايي). له بده مرغه، کله چې نوی زیږیدلی ماشوم نجلۍ وي، نو دوی هیڅ ډول خوښي نه څرګندوي.

    د بامیانو ولایت یوه ۲۸ کلنه اوسېدونکي سوفرا په دې باور ده چې نجونې او هلکان باید مساوي حقوق او فرصتونه ولري، هغه وايي: دا چې زه ورور نه لرم پدې معنی نه ده چې زه نشم کولای له خپلې کورنۍ او ټولنې سره مرسته وکړم. زما دوه خويندې زده کړه کوي او زه وتوانیدم چې پوهنتون ته لاړه شم او داسې دنده ومومم چې وکولای شم زما خويندو ته د تعلیم لپاره پیسې برابرې کړم او د کورنۍ اړتیاوې پوره کړم، سربېره پر مالي امنيت، زه  غواړم هغه والدينو ته چې جنسیتي توپیر کوي او په دې باور دي چې يوازې هلکان وړتیا لري دا پیغام ورسوم چې د خپلو لورګانو ملاتړ وکړي.