تخطى إلى المحتوى

نان و نمک: د ډوډۍ او مالګې شریکول

    د ډوډۍ او مالګې شریکول (په فارسي ژبه کې، نان و نمک کېدل) یوه اصطلاح ده چې د خواړو د شريکولو په موخه د افغانانو لخوا کارول کیږي. دا معمولا هغه وخت کارول کیږي کله چې اجنبیان د یو بل سره د وخت په تېرولو او خواړو شریکولو له لارې یو بل سره پیژني.

    د کريم د تجربې له مخې دغه تګلاره د يو بل سره د ملګرتيا ارزښت څرګندوی، کريم چې شاوخوا شل کاله دمخه د افغانستان په ختيځ کې د پښتون ميشته ښار، پکتيا څخه مزار ته چېرته چې د ټول افغانستان مختلف اوسيدونکی ژوند کوي راغلۍ دی. هغه د قوای کار سیمه کې چې شاوخوا ۲۵۰ کورنۍ چې ځانګړي شاليدونه او او توکمیزې ډلې پکښې ژوند کوي میشت دي. شاید په مزارشریف کې خورا متنوع او با اتفاقه او اتحاده سيمه وي، هغه سيمه چې اوسیدونکي یې، یو بل سره همغږي او مرسته کوي او په ښاري شرایطو کې غیر معمولي دي.

    د کریم مور څو کاله مخکې وفات شوه، هغه په ​​مزارشریف کې هیڅ نیږدې کورنۍ نه درلوده ترڅو د هغه په ​​جنازه کې برخه واخلي. کريم وويل: هغوی چې په دې مراسمو کې یې برخه اخيستې وه زما ګاونډيان و، چې زياتره يي له نورو توکمونو څخه دي. زما لپاره، هغه خلک چې د غم او خوښۍ په وخت کې را سره وي هیڅ توپیر نلري چې دوی د کوم توکم پورې اړه دا هغه څه دی چې ټولنه یې یې باید ولري.

    د افغانستان د ډیری ښارونو وګړي ښه ګاونډیتوب لري چې اوسیدونکي یې د یوې توکمیزې ډلې څخه دي یا د یو ځانګړي ولایت څخه راغلي دي. پدې اړه هیڅ نوي ندي، د تیرو جګړو په جریان کې دا د عمومي امنیت تضمین کولو یوه لار وه. کريم څرګندوي: زياتره خلک په مزارشريف کې د اوسيدو لپاره داسې ځايونو ته ځي چېرته چې د هغوی د اصلي سيمې اوسيدونکي لا دمخه ژوند کوي. د مثال په توګه، دلته یوه سیمه شتون لري، چې یوازې د مرکزي هزاره جات خلک اوسیږي او بل کې یې یوازې بدخشاني دی. هغه زیاتوي: زما په نظر، دا کړنې فرصتونه محدودوي چې د یو بل او مختلو توکمنو سره پیژندګلوي او اړيکې  جوړې کړو.

    قوای کار په هرصورت، یوه استثنايي سيمه ده. دلته د بیلابیلو سیمو خلک سره څنګ پر څنګ ژوند کوي، د کریم یو ګاونډی، محمد علي د دایکندي ولایت یو شیعه هزاره دی. هغه وايي: زما د کيڼ لوري ګاونډی د پکتيا پښتون دی او د ښي خوا ګاوند مې يو تاجک دی. کله چې زه دلته د لومړي ځل لپاره راغلم، موږ شیعه ګانو خپل جومات نه درلود، نو ما په نږدې ځای کې د سنيانو په جومات کې لمونځ وکړ، چې بل چیرې به د دغې کړنې امکان نه وي.

    په قوای کار کې د اوسیدونکو تنوع په تیرو دوه لسیزو کې وده کړې، او دوی ته یې د دې فرصت برابر کړی ترڅو یو بل سره له نیږدې وپیژني او د هغه څه پراساس ټولنیزې ریښتينې اړیکي رامنځته کړي چې د دوی ترمنځ شریک دي، نه د هغه څه پر اساس چې د دوی ترمنځ توپیر رامنځته کوي.

    کریم وویل: د نان او نمک کېدلو ځواک موږ سره نږدې کوي. موږ په جنازو، ودونو او نورو غونډو کې سره یوځای یو، د ناروغېدو په صورت کې له یو بل څخه لیدنه او ملاتړ کوو، او یو بل ته پور ورکوو. موږ په ټولنه کې په ګډه د خپلو ګډو ستونزو په اړه بحث کو. هغه زیاتوي: موږ پوهیدو چې دا ملګرتیا او ملاتړ کولای شي زموږ له قومي ډلې یا مذهب هاخوا وي.

    محمد علي وايي د نورو توکمونو خلکو سره نږدې ژوند د چلند په بدلون کې مرسته کړې. کله چې ما په دایکندي کې ژوند کاوه، ما د نورو خلکو په اړه ډیرې انګیرنې درلودې، او ویره مې درلوده. د نورو سره له نیږدې پېژندل، ملګرتیا او اعتماد رامنځته کوي.

    کریم څرګندوي: د دې بې باورۍ او ویرې ډیری برخه د یو بل نه پیژندل دي. زه امید لرم چې زموږ د قوای کار سيمې تجربه کولای شي بل چیرې د مثال په توګه وکاریږي، ترڅو ډیری افغانان پکې دخیل شي او وګوري چې څنګه دوی واقعیا یوځای ژوند کولای شي او د یو بل ملاتړي شي.