د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت د بېلا بېلو قومونو کور دی. د ولایت د مرکز دجلال آباد نفوس د پښتنو، تاجکو، پشه یي او نورستاني ټولنو مشتمل دی.
پشه یي، چې شمېر یې په دغه ولایت کې شاوخوا،۵۰۰۰۰۰ پنځه سوه زره دي، داسې انګیرل کیږي چې د هندو – آریان ډلې دي چې د کونړ او لغمان لیرې پرتو سیمو کې موقعیت لري. ډیری پشه یي ټولنو د نولسمې پیړۍ تر وروستیو پورې د عنعنوي باورنو ضد عقیدې درلودې، او دوی د امیرعبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال اسلام ته اړ ایستل شول. تر دې دمه، نورو افغانانو دوی ته د کافر (یا غیر مسلمان) کليمه کاروله، مګر له بدلون وروسته دغه سیمه د نورستان یا د روښنایی ځمکه (د اسلام رښنایی ته اشاره کوي) په نوم وپیژندل شوه او نن ورځ ډیری پشه یان سني مسلمانان دي.
په محلي کچه، دوی ډیری وخت کوشتاڼي، پشه یی یا شاړي بلل کیږي، د وروستۍ اصطلا په ګوته داسې انګېرل کیږي چې دوي د لیرې پرتو او صحرایی سیمو خلک دي. يو تن پشه یی چې په ننګرهار ولایت کې اوسیږي بیانوي: موږ پشه يي یوه ځانګړی بڼه، چلند او لباس لرو، نو ځکه خلک فکر کوي چې مونږ ناپوه او ناوړه يو، نو ځکه دوی لېرېوالۍ اختیاروي. هره ټولنه ښه او بد خلک لري، او موږ ټول یو شان يو.
اجمل، چې په ننگرهار کې ژوند کوي، وايي: پشه یي د تعصبي او ظالمانه ټوکو ښکار دي چې زموږ د ټولنو ترمنځ تفریق او ژور اختلافات رامینځته کوي.
د اجمل په وینا، شاړي، کوشتاڼي او ګریسبند(د ګریسو کوتي) هغه اصطلاح ګانې دي چې د اکثرا ننګرهاريانو له لوري پشیانو ته کارول کیږي. هغه بیانوي: دوی دا څرګندونې ځکه کاروي چې دوی فکر کوي موږ پشیان ساده، د ژوند لومړنيو اسانتیاو او د ښاري ژوند سره بلدتیا نلرو.
دا ډول چلند یوازې د هغو توکمونو لکه پشه یي په وړاندې د فشار یا تاوتریخوالي خطر زیاتوي. مرتضی پشه یی، چې د ننگرهار د دره نور ولسوالۍ اوسیدونکی دی، په ګوته کوي: زما د ټولنې په اړه منفي نظرونه ما د نورو توکمونو په پرتله يوازې د پشه یي توکم سره ټولنیزو اړیکو ساتلو ته اړباسي. زه پوهیږم چې دغې اړیکې غیر صحي دي او موږ د ښار له نورو توکمونو او ټولنو څخه جلا کوي، مګر د دغې منفي چلند سره مخ کیدل ګران دي چې ورسره مخ یو. موږ اړتیا لرو چې دغه تعصب په ګډه له منځه یوسو او خپلو ارزښتونو او کلتورونو د پوهاوي د خپرولو په موخه هڅه وکړو.
يو تن رضاکار چې په دې ډول ټولنیزو فعالیتونو کې په رضاکاره توګه کار کوي وايي: توکمیز تعصبات په ټولنو کې تفرقې رامنځته کوي، ځوانان باید هڅه وکړي چې په ګډه کار وکړي او يو بل سره منځني خبرو اترو ته وده ورکړي ترڅو مونږ د خپلو افغانانو ارزښتونه او کلتورنه وپېژنو او متقابل درناوی تامین کړو.