تخطى إلى المحتوى

زړوره جینۍ

    حدیث یوه کلنه وه کله چې د هغې کورنۍ د نورو افغانانو په څیر افغانستان د جګړې او ګډوډیو له امله د هیواد نه بهر د یو خوندي ځای موندلو په موخه پریښی. وروسته د یو اوږده سفر څخه هغوی په ایران کښې مېشت شول.هغه په ایران کښې را لویه شوه او هلته یې ښوونځی پای ته ورساوه. هغه وایي:”ایران د افغانستان په پرتله یو پرمختللی هیواد دی. زه هلته لویه شوې یم لیکن تر اوسه له ماسره د یو عادي تبعه په توګه چلند ندی شوی. زما په شان نور ډیر خلک هلته له یوې اوږدې مودې راهیسي ژوند کوي خو هغوی تر اوسه ځان کډوال احساسوي او د یو کډوال په توګه ورسره چلند کیږي. “  

    ”کله چې ما ښوونځی پای ته ورساوه زما هیله دا وه چې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړم لیکن و نه توانیدم، ځکه یوازې یو څو محدودو افغانانو دا موقه درلوده چې په ایراني پوهنتونو کښې زده کړې وکړي. “

    دې حالت ونشو کولای د هغې د هیلو مخه ونیسي. د هغې  مینې هغه دې ته وهڅوله ترڅو د منځني ختیځ سینګار په غیر رسمي ډول زده کړي. حدیث د خپلو مهارتونو د لوړولو په موخه تهران او د ایران نورو ښارونو کښې د ښکلا مختلفو صالونونو کښې کار وکړو ځکه د هغې د کورنۍ مهاجرت هغوي مجبورول تر څو د یوه ځای څخه بل ځای ته کډه وکړي. دا چې هغې ته یې د خپل شخصي کاروبار شروع کولو اجازه نه ورکوله نو د هغې کورنۍ تصمیم نیسي چې بیرته خپل هیواد ته را ستانه شي.

    کله چې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راغلم هر څه راته نا آشنا بریښېدل.  خلک راته ډیر سخت او بې ادبه ښکاریدل کله به چې د یوبل سره غږیدل. زه ډیره ویریدم. هر چا ځورولم ځکه چې زه په ایران کښې لویه شوې وم او په ایرانۍ لهجه مې خبرې کولې. ورو ورو ما وکړای شو چې د حالاتو سره ځان سم کړم. یو څو میاشتې وروسته ما خپل د ښکلا سالون د کابل په یو شتمنې سیمې کښې پرانیسته. د دوه نیمو کلونو په موده کښې زما د ښکلا صالون ډیر پرمختګ وکړ چې په سيمه کښې لومړی صالون بلل کیده.

    حدیث د خپل کاروبار د مخته وړلو  لپاره د یو انځور اخیستونکې په شمول ۱۱ تنه کارکوونکي په وظیفه و ګمارل. راضیه چې په دي وروستیو کښې په کار ګمارل شوې وايي: زه فکر کوم چې دوی په خپل کار کښې ډیر مسلکي دي. هغه څه چې زه یې ډیره لیواله کړې یم د دوی ريښتینولي او دوستانه سلوک دی. دوی هیڅکله د هغه څه وعده چا سره نه کوي چې په توان کښې يې نه وي او همدا د دوی د مراجعینو د وفادارۍ ځانګړې برخه ده.

    حدیث د کاروبار ترڅنګ خپل درسونه هم تعقیبوي. د هغې ظاهري څېره د هغې په خپل ځان باور، لیوالتیا او خوشبیني ښکاروي. هغه وایي:”دا د هغې د راتلونکي په لور د هغې هڅوونکی ځواک دی. کله چې زه خپل تیر وخت ته ګورم دوه ځانګړي لاملونه شتون لري: مهارتونه او لیوالتیا او همدارنګه ټینګښت. زه د لیوالتیا او ټینګښت یو ځای یادونه کوم ځکه دا په یو بل باندې متکي دي او د یو بل نه پرته کومه معنی نلري. امکان دې ولري چې دا په ځینو خکلو کښې توپیر ولري لیکن زه په دې عقیده یم چې هر څوک کولای شي که چیرې وغواړي د ستونزو سره مخامخ شي په ځای د دې چې مخنیوی یې وکړي خپل شخصي داستان جوړ کړي. “