تخطى إلى المحتوى

سمنک٬ د خوشحاله شیبو دودیز پخلی

    خواړه هغه مواد دي چې د بدن د تغذیې په برخه کښې کمک کوي لیکن همدارنګه د کلتوري سمبولونو٬ کوم چې د هرې ټولنې د اجماع او بې ساري هویت په جوړولو کښې مرسته کوي٬ ښکارندوی هم دی. همدا راز خواړه زیاتره وخت یوه ځانګړې معنا او پیغام مونږ ته راکوي. که چیرې تاسو د افغانستان او منځنۍ آسیا د دودونو او رواجونو سره آشنا یاست نو هرومرو به تاسو سمنک پیژنئ٬ یو ډیر مشهور خواړه دي چې معمولاْ په عامه مقدسو ورځو کښې یې خلک پخوي.

    سمنک٬ د غوړیو معمولاْ زیړ غوړي٬ نیښ داره غنمو او د اوړو ترکیب دی، کوم چې په یو لوی چدني دیګي (لوښي) کښې په ځانګړي ډول د نوروز او د اختر ورځو کښې پخوي. نیښ داره غنم د سمنک اصلي مواد دي کوم چې ورته خاص خوږ خوند ورکوي. غنم په یوه هواره لوښي کښې کرل کیږي او تر دوه یا درې اونیو  یې پریږدي تر څو اوږده شي او وروسته بیا د غنمو شنه برخه يې ترې له منځه وړي او پاتې برخه يې لمر ته وچوي. کله چې د غنمو وچ شوي نیښونه چمتو شول٬ بیا کولای شو سمنک ترې پوخ کړو. په عادي ډول نږدې د پنځو نه تر اته ساعتونو پورې وخت نیسي او احتمالاْ یو کس يې په یوازې ځان نشي چمتو کولای ځکه چې ډیره انرژي غواړي تر څو په سمه توګه ولړل شي.

    د سمنک په اړوند ډول ډول کیسې شته او ټول په دې باور دي چې سمنک په نورو غذاوو کښې یوه قوي غذا بلل کیږي. په همدې دلیل٬  سمنک د نوي کال هفتسین (اووه سمبولیک توکي) پر میز د قوت نښه (نماد) ده. همدا راز سمنک ډیرې غذائي ګټې لري. د پارسیتب څیړنیزې مجلې (PARSITEB Research Magazine)  په اساس کوم چې د دودیزو او بوټو درملونو په اړوند مستقیم (آنلاین) طبي مشورې ورکوي. سمنک یوه بشپړه غذا دی چې د پروتینونو٬ ویټامینونو٬ کلسیم٬ پوتاشیم او د بدن لپاره نور ډیر خورا ارزښتناکه عناصرو لرونکې دی. نو له همدې امله په پخوا وختونو کښې سمنک نه یوازې یوه غذا بلکه همدارنګه د ډیرو ناروغیو لپاره د بوټو درمل ګڼل کیدله.

    په افغانسان کښې خصوصاْ کابل او شمالي ولایتونو کښې یوه ځانګړې سندره د سمنک په اړوند شته چې ښځې یې د سمنک د پخولو پر مهال وایي. دغه سندره ډیره مشهوره دی او په دې وروستیو کښې د ابتدائیه ښوونځي په کتابونو کښې هم چاپ شوې:

    سمنک خوټيږي او مونږ په کښې څمڅې وهو

    نور ویده دي او مونږ دایری وهو

    سمنک د پسرلي نذر دی

    شپه ټوله په سندرو ویښه تیروو

    دا خوښي کال کښې یو ځل دی

    تر بل کاله څوک ژوندي او څوک مړه