”ما د ۲۰ کلو ډېر کار وکړ خو د ژوند په جوړولو ونه توانیدم٬ یوازې شپې او ورځې مو تیرولې. “ ۵۵ کلن خیرالله د پاکستانه څخه راستون شوی کډوال دی. کله چې په ۲۰۱۶ کال کښې د پاکستان حکومت افغان کډوال دې ته اړ کړل چې یاد هیواد پریږدي او بیرته خپل هیواد افغانستان ته ستانه شي٬ خیرالله هم د هغو کډوالو له ډلې څخه دی چې پاکستان یې په خپله خوښه پریښی. که څه هم هغه نه غواړي چې د تیر ژوند په اړوند او هغه مهال چې نوموړی په پاکستان کښې د یوه کډوال په توګه اوسیده ډير څه ووايي٬ خو هغه فکر کوي چې دا د هغه د ژوند ترټولو تیارې شپې او ورځې وې.
په ۱۹۸۰ کال کښې خیرالله سره د خپلې کورنۍ پاکستان ته مهاجر شواوهلته د پیښور ناصر باغ په سیمه کښې چیرې چې زرګونه افغانان د کډوالو په توګه اوسیدل٬ مېشت شو.”کله چې زه ناصر باغ کمپ ته را ورسیدم د ملل متحد او نورو خیریه سازمانونو ځیني راته کمکونه راکول کیدل“. په پیل کښې چې کوم څه ورکول کیدل هغه ترې راضي وو خو کله چې هغه دوهم واده وکړ او د کورنۍ غړي یې ډیر شول نو څومره شی یې چې ورکول هغه پرې راضي نه وو. کله چې ترینه د دوهم واده او ضعیف مالي حالت په اړوند پوښتنه وشوه٬ هغه وویل:”ځکه مې دوهم واده وکړ چې زما لومړۍ میرمن شنډه وه او ما غوښتل چې ماشومان ولرم. “
خیرالله د پیښور ښار په صدر بازار کښې خپل کاروبار پیل کړ. هغه یوه هټۍ پرانیسته او د ښځينه جامې یې پلورلې. هغه به هره ورځ د پولیسو افسرانو سره لاس اوګریوان وو ځکه هغوی ترینه ډیرې پیسې غوښتې. هغه زیاتوي چې:”د ډیرو کلنو راهیسي دلته کار کوم٬ لیکن پدې نه یم توانیدلی چې د خپلې کورنۍ او راتلونکي لپاره پیسې وسپموم. مونږ دومره پیسې لاسته راوړلې چې ورباندې ژوندي پاتې کیدو. په همدومره اندازه کار او پیسو خلک په افغانستان کښې کولای شي هم یو غټ کور واخلي او هم موټرونه. “
خیر الله چې د خپل کار سره یې شوق٬ توان او لیوالتیا درلوده هغه په افغانستان کښې یوه نړیواله کمپنۍ پرانیستې دی. په ډیر لږ وخت کښې هغه وکولای شول چې په درې ولایتونو کښې فعالیت وکړي. په ډیرې خوشحالې څیرې او غږ هغه د ځان سره وویل:”څومره پیسې چې مې سږ کال ګتلي دي په پاکستان کښې مې په ۲۰ کلو کښې نشوای ګټلی او همدا د مسافري او کډوالي د ژوند بدمرغي ده. “