د بدخشان په ولایت کې، کله چې په یوه کورنۍ کې یوه نجلۍ او په بله کورنۍ کې یو هلک په ورته ورځ زیږیدلی وي، د هلک ماشوم خپلوان ممکن د هغه کورنۍ انګړ ته د لرګي کنده واچوي چېرې چې نجلۍ زیږیدلې وي.
د لرګيو د کندې اچول د نجلۍ کورنۍ ته پیغام ورکوي چې د هلک خپلوان غواړي په ځوانۍ کې له نوي زیږیدلې نجلۍ سره د هلک واده وکړي. د فیض آباد اوسیدونکی، احمد نبیل قاری زاده په بدخشان کې دغه لرغونی دود په ګوته کوي او وايي: زمونږ په کلي کې، کله چې نارینه او ښځینه ماشومان نژدې یا ګاونډیو کورنیو کې نړۍ ته سترګې پرانیزې، د نوي زیږیدلي هلک خپلوان د نجلۍ کور ته د لرګي کنده اچوي ترڅو دوی هیله وښیې چې هغه د نوي زیږدلي هلک راتلونکي ښځه ده.
هغه زیاتوي: که څه هم هلک او انجلۍ لا کوچنيان وي، کله چې دا پیښه رامنځته شي نو زیږیدلی نجلۍ د نوي زیږیدلي هلک کوژدن بلل کيږي، نو له دې امله نورې کورنۍ نشي کولای چې د نجلۍ له کورنۍ څخه د دوی له زوی سره د واده وړاندیز وکړي. د دغې دود څخه یې موخه د نيژدې کورنيو ترمنځ د اړيکو ساتل دي.
پداسې حال کې چې دا ممکن بدې پایلې ولري، دا دود اکثرا د ستونزو لامل کیږي. کله چې کوچنيان لږ وروسته لویږي، دوی ممکن د خپلو کورنیو لخوا کړې ژمنې سره موافقت و نلري. په نورو قضیو کې، والدین ممکن د خپلو ماشومانو د زیږون پر وخت په خپلو انتخابونو بیا غور وکړي، چې دا د کورنیو تر منځ د د شخړې لامل کېدلای شي. لکه څنګه چې نبیل تشریح کوي: پداسې حال کې چې د دې دود هدف د ملګرتیا پیاوړي کول دي، دا د کورنیو تر مینځ د ستونزو او شخړې سبب هم کیږي.
احمديار، د بدخشان راغستان، احمدیر سيمې اوسیدونکي یاده خبره تایدوي چې دا ډول دودونه او رواجونه منفي اغېزې لري او د وخت په تېردو سره د دوو کورنيو ترمنځ شخړې ته زمينه برابروي. هغه وايي: زموږ په سيمه کې دوه نیږدي کورنۍ چې خورا ښې اړیکې یې لرلې، کله چې د يوې کورنۍ مور يوه ورځ يو هلک وزېږاوه، او د بلې کورنۍ مور يوه نجلۍ وزېږوله نو د هلک خپلوانو د نجلۍ د کور انګړ ته يوه د لرګيو کنده واچوله.
یار د خپلو خبرو په لړ کې وویل: څرنګه چې دواړه لوی شول، هلک په ناروغۍ اخته شو، نو د نجلۍ پلار پریکړه وکړه چې لور یې باید په همدې کلي کې له بل ځوان سره واده وکړي. د پایلې په توګه، د دواړو کورنیو د غړو تر منځ شخړه پیل شوه، د هلک کورنۍ داسې انګېرله چې د نجلۍ پلار دود مات کړی او په یو بڼه یې د هلک کورنۍ ته سپکاوی کړی. تر دې دمه دوی نه دي توانیدلي ترڅو خپلو اختلافاتو ته د حل لاره پیدا کړي.
د سیمې یو بل اوسیدونکی، سید حسین وايي: په بدخشان کې د دغه دود مختلفې تګلارې شتون لري. زموږ په کلي کې، که چیرې یو نارینه او ښځینه ماشوم په ورته وخت کې په دوه نېژدې کورنیو کې نړۍ ته سترګې پرانيزې، د هلک کورنۍ د نجلۍ کورنۍ لپاره ځانګړي خواړه پخوي، دغه تګلاره په ډیر کم عمر کې د دوی د کوژدې په موخه ترسره کوي. په عجیب ډول، دې عمل ته “د لرګیو د کندې اچولو” دود ویل کیږي.
حسین زیاتوي: دا دود په ټولنه کې د کورنيو اړیکو پیاوړي کولو او خپلوۍ ساتلو په موخه ترسره کیږي. دا دود د هغه بهرنيو کورنيو مخه نیسي چې د يادو کورنيو سره نیږدې اړیکې او خپلوي نلري همدارنګه نورې کورني ونشي کولاي د نجلي د غوښتلو په موخه د یادو کورنيو سره اړيکې جوړې کړي.
دا دود اوس هم په لیرې پرتو کلیو کې عام دی، مګر د بدخشان په ښار کې د دغې ولايت د نورو سيمو په پرتله لږ کارول کیږي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون راپور ورکوي چې په هیواد کې له 60 څخه تر 80 سلنه پورې ودونه اجباري دي.