تخطى إلى المحتوى

دیوې ښځې کیسه

    د کابل ښار د دریمې حوزې په یوې غلې او آرامه سیمه کې یوې خاورینې کوڅې ته ننوتو او د یوې پتې په لټه کې شوو کوم چې له وړاندې راکړل شوې وه.  د خپل همکار سره یو ځای مو په دروازو شمیرې او لیکنې په دیر ځیر کتلې تر څو وکولای شو د خپلې موخې کور پیدا کړو. لنډه دا چې کور مو پیدا کړ، زوړ او خټین کور د نورو خایسته او څو پوړیځ کورو په مینځ کې. کله چې زما د همکار سترګې په هغه کور ولګیدې په دیر حیرانتیا یې وویل:”حیرانوونکې ده! هغه میرمن یوازې دلته ژوند کوي؟“

    ما ور  وټکاوه او انتظار کښیناستو تر څو ور بیرته کړي، یوې کابو ځوانې ښځې په غمګینو سترګو ور بیرته کړ کله چې یې سترګې په مونږ ولګیدې نو مسکۍ شوه، هغه زهرا (یګانه)  وه. وروسته د ښه راغلاست څخه زهرا مونږ خپل کور ته بدرګه کړو. وړوکی کور د دوه خونو سره، چې یوه یې د ناستې دپاره او بله یې د کار او مطالعې دپاره پکار وړل کیده. د ناستۍ خونه په غوره ویناوو او شعري جملو چې په نستعلیق خط لیکل شوې وې خایسته شوې وه او دویمه خونه دکتابو٬ ورځ پاڼو او مجلو څخه ډکه وه چې د خونې په هر ګوټ کې سر په سر کړي وو.

    مونږ د خونې په مینځ کې چې د مطالعې یا داچې دکار دپاره وزګاره کړای شوې وه کښیناستو تر څو خپله مرکه پیل کړو. زهرا هغه کتابونو ته چې شاوخوایې ټول کړي وو وکتل او بیا یې ماته وکتل او ویې ویل: ”دا چې زه کور نلرم او په کرايي کور کښې ژوند کوم مجبوره یم هر کال یا هر څو کاله وروسته خپل کور بدل او کډه وکړم نو له همدې کبله نشم کولای چې قفسچې ووهم او کتابونه مې په قفسچو کښې ځای پر ځای  کړم. سربیره پر دې کله چې وزګاره یم نو خپلو کتابونو ته راځم او لولم یې او کله چې  ملګري مې راځي نو کتابونه لاندې باندې کوي. “

    کله مې چې د هغې د ژوند په اړوند پوښتنه وکړه٫ د یو سوړ اسویلي په ایستلو سره یې چې دهغې د تیر وخت ښکارندوی وو پیل  وکړ. د هرات  د ولایت څخه٫ چیرې چې هغه زيږیدلې وه تر ایرانه هغه هېواد چی زهرا  شپږ میاشتنۍ وه او  د خپلې کورنۍ سره اړ شوې وه تر څو د خپل مینځي شخړو او جګړو له امله د افغانستان څخه  هلته پناه یوسي.  هغه زیاتوي چی د ایران ترخې خاطرې یې اوس هم کله کله زوروي.

    سره د ډیرو ستونزو چې افغان کډوال یې د ایران په هېواد کښې لري هغې وکولای شول چې خپل درسونه دلېسې (دولسم ټولګی) دورې پورې ووایي. هغه کابو دیارلس کلنه وه چې د خپلې کورنۍ لخوا دې ته اړ شوه چې د یو داسي سړي سره واده وکړي چې نه یواځې عمر یې دهغې دوه برابره وو بلکه په مخدره توکو هم اخته شوی وو. یو کال وروسته زهرا مور شوه٫ لیکن ماشوم یې معلول وو. د څو کلونو د معلولیت د ستونزو د زغملو وروسته هغه ماشوم د څلور کلنۍ په لومړیو کښې د دې نړۍ څخه سترګې پټوي.

    زهرا وايي: هغه او د هغې کورنۍ په ۲۰۰۴ کال کښې د ایران څخه بیرته هرات ته راستانه شول. ډیر خراب حالت وو٫ هیڅ مو نه درلودل٫ خاوند مې په نشه ئي توکو اخته وو او ما باید کار کړی وای تر څو خپل ماشومان مې ساتلي وای او له بله پلوه ما باید پیسې لاسته راوړې وای تر څو خاوند مې پرې خپل ځان دپاره نشه ئي توکي اخیستي وای. یوه ورځ مې و نه شو کولای کومې پیسې یې چې را څخه غوښتې وې برابرې کړم نو ډیر  عصباني شو. شپې چې کله د ټوخي او استفراق سره را ویښه شوم٫ زه  او ځامن مې د لوګي او اور په  مینځ کښې را ګیر وو لیکن له نېکه مرغه د لوګي ډیروالی د همسایه پام ځانته را واړوه٫ هغوی مونږ له مرګه وژغورلو. تیرې ترخې خاطرې رایادول هغه ډیره زوروي٫ څېره یې بدلیږي او بیا په اطمینان زیاتوي چې:  دا پېښه ماته یو درس وو چې په یو ډول خپل ژوند ته بدلون ورکړم٫ ما د طلاق وړاندیز وکړ هغه پریکړه چې په افغاني ټولنه کښې ډیر ستونزمنه پریکړه وه. ما  د یو اوږد مهاله شخړې څخه وروسته خپل طلاق واخیست.

    زهرا د خپل خاوند د غچ اخیستنې څخه خوندي پاتې کیدو په موخه د خپلو دوو ماشومانو سره کابل ته راځي. په کابل کښې د هغې د پخلي مهارتونه ورسره کمک کوي او په دې وتوانیده چې د یوې  مودې وروسته ځانته کار ومومي. همدارنګه هغه خپلو ماشومانو سره مرسته کوي او هغوی ښوونځي ته استوي او خپله هم ښوونځی پای ته رسوي او په پوهنتون کښې نوم لیکنه کوي. د خپلو درسونو تر څنګ هغه پدې بریالۍ کیږي چې په یوې غیر دولتي موسسه کښې د څېړنې د مرستیالې په توګه په کار بوخت شي او د دې کار په موده کښې یې د افغانستان ډیرو ولایتونو ته  سفرونه وکړل. د زرګونو ښځینه او نارینه وو سره چې د ډول ډول قومونو٫ ټولنیزو ډلو٫ مذهبی او دیني لارویانو سره د نژدې خبرې اترې کوي. هغه وایي دې تجربې د هغې په ژوند او د هغې فکر په هغه وضعیت او مسئلو کوم چې میرمنې يې په افغانستان کښې لري ډیر ژور تاثیر وکړ او هغه دښځو دحقونو  په یوې سر سختې فعالې بدله کړه.

    زهرا (یګانه) اوس مهال د آرمانشهر  بنسټ کښې د ښځینه څانګې د مسئولې په توګه کار کوي او همدارنګه خپل غیر دولتي ټولنه يې د (رنګین کمال) تر نامه لاندې

    پرانېسته. دغه ټولنه د وړیا کارونو په اساس رامینځته شوی او د دریم نسل بشري حقونو یا د ژوند چاپیریال په څانګه کښې کار کوي. هغه همدارنګه د آرمانشهر د بنسټ د خپرونو د څانګې په همغګۍ سره وړیا کتابونه د ځوانانو او زده کوونکو  تر مینځ ویشي. تیر کال زهرا (یګانه) خپل لومړی کتاب د (د ایرو روښنائي) تر نامه لاندې چاپ کړ. دغه کتاب د ښځو موقعیت په اړوند د افغانستان په ټولنه کښې د پام وړ او بحثونو لامل وګرځید. د دغه کتاب غوښتنه دومره زیاته وه چې دویم چاپ یې ډیر ژر بازار ته راغی او په پام کښې ده چې دریم ځل چاپ يې په لندن کښې خپور شي او په انګلیسي ټوک یې کار روان دی.

    دا چې (د ایرو روښنائي) د زهرا یګانه شخصي تجربې ښکارندوی ده لیکن په ځانګړې توګه په افغاني ټولنه کښې د ښځو  موقعیت په مکمله ښځینه بڼه څیړي. د یوې

    ښځې په صفت زهرا ډیر واضح او برملا د خپل ماشومتوب نه تر غټوالي او د کورنۍ نه چیري چې هغه پکې اوسیدلې تر ټولنې چیرې چې هغه پکې کار او فعالیت کوي پدغه کتاب کښې یې لیکلي. په دغه کتاب کې هغې د ډول ډول زور زیاتیو٫ تبعیض او د نارینه وو عصبانیت څخه چې د ښځو پر وړاندې یې لري پرده پورته کړی تر څو وکولای شي په ښکاره او ښه ډول دغه ترخه واقعیتونه د خپلو مخاطبینو په ذهنونو کښې ځای پر ځای کړي٫ هغه ټینګار کوي چې زور زیاتی په افغانستان کې یوه ستونزمنه او څو اړخیزه پدیده ده له همدې کبله دهغې کتاب (د ایرو روښنائي) د لوستونکو د پام او ستایینې  وړ وګرځېد.

    زهرا وايي: له یوه اړخه د ایرو روښنائي کیدای شي یواځې زما د ژوند کیسې وي٫ که چيرې د هغه ټولنیز اړخ ته وګورو دا د ټولو هغو میرمنو د ژوند کیسې دي کوم چې په افغانستان کښې ژوند کوي. سره له دې چې د افغانستان ټولنه یوه محافظه کاره ټولنه ده٫ ما د افغاني ښځو په ژوند چې کومې ناوړه ناخوالې دي  په ښکاره او بربنډه توګه پرې لیکل کړي٫ کیدای شي همدا لامل وي چې زما کتاب ډیر لوستونکي د ځوان نسل نارینه او ښځینه وو په مینځ کښې پیدا کړ. کلونه پخوا کله چې ما د دې کتاب په لیکلو پیل وکړ هیسکله هم د هڅولو٫ تکریم کولو او د دومره مثبت او هیله مندو نظریاتو چې تر اوسه ماته را رسیدلي دي فکر نه وو کړی.

    ريښتیا چې دا د انتظاره لري ده! ما څو څو وارې زنګونه٫ ایمیلونه او پیامونه لاسته راوړل کوم چې زما د کتاب د لوستونکو اخیستنو او احساساتو په اړوند یي ماته لیکلي وو.  څو کسانو راته ویلي دي چې د کتاب د لوستلو پر مهال يې ژړلي دي٫ یوې ښځې وویل چې زما دخاوند سلوک د دې کتاب د لوستلو وروسته ډیر بدلون کړی دی. دا ټول هغې ته لا نور مسئولیتونه او همدا راز شور او شوق ځان سره راوړي او ما دې ته هڅوي تر څو په هغې لارې  چې مې پل ایښی نور هم هڅانده او ځیرکه اوسم.

    دا چې اوس هم د زهرا دپاره ژوند آسانه او ساده ندی٫ ځکه هغه د خپلو ماشومانو دپاره  یوازینۍ سر پرسته ده او باید له هر پلوه د هغوي ملاتړ وکړي. سره لدې هغه وايي: دا ټول زما د ژوند یوه برخه ده٫ له ستونزو پرته ژوند امکان نلري؛ لیکن هیڅ شي نشي کولای زما د هیلو او موخو مخنیوی وکړي. زه فکر کوم داسې نده چې مونږ بیا ژوند وکړو او هیسکله هم زمونږ په زړه پورې موقه لاسته نه راځي چې خپلې هیلې پرته له کومو ستونزو لاسته راوړو٫ نو مونږ باید د هغه څه دپاره چې ژوند کوو او  د هغه څه دپاره چې دې نړۍ ته راغلي یو مبارزه وکړو.