ډېری افغان کوچیان په هغه خيمو کې چې د کوچياني مېرمنو لخوا د وزو او پسونو له وړيو څخه جوړې شوي دي ژوند کوي. د دغو ټولنو وګړي د مالونو د څړ په موخه له هوارو ځمکو څخه د غرونو لمنو ته چې کوچیان ورته البندونه (څړځايونه) وايي د خپلو مالونو لپاره د خواړو د پیدا کولو په موخه ځي. تر نن ورځې پورې د افغانستان په سيمو کې د تورو کېږدیو او کوچياني ډلو ليدل يوه عامه خبره ده، د دغو کوچي کورنيو د کوچ کلتور د يو نسل څخه بل نسل ته وړاندې کیږي.
۴۵ کلن تاج محمد کوچی چې د يوې کوچياني کورنۍ غړی دی، او په پسرلي کې له خپلې کورنۍ سره له ننګرهار څخه بلخ ته تللی وايي: موږ د ژمي په موسم کې له بلخ څخه ننګرهار ته ځو چې د خپلو څارویو ساتنه وکړو او په پسرلي کې بیرته بلخ ته راستونيږو. په پسرلی کې باید ډاډ ترلاسه کړو چې د کال په اوږدو کې کافي څړځایونه ولرو. موږ خپلې خیمې، کورني توکي، ماشومان او سپین ږیري په اوښانو لیږدوو، ځکه دوی د درانده بار لپاره د پام وړ واټڼ کې د وړلو توان لري او د اوږدې مودې لپاره له اوبو پرته سفر کولای شي.
کوچیاني ډلو د افغانستان په تاریخ کې د سوداګرۍ په برخه کې مهم رول لوبولی، او د هغو ډلو تر منځ ډیر شهرت لري چې اوږد مهاله موسمي کډوالي ترسره کوي. د افغانستان کوچيان نن ورځ له بیلابیلو توکمونو سره تړاو لري – پښتون، بلوڅ، ازبک، ترکمن، قرغیز، هزاره، فیروزکوهی، جمشیدیان او ایماق چې هر یو له ځانګړو دودونو، جامو او ژبنیرو لهجو سره تړاو لري. همدارنګه ټول کوچیان د ژوند کولو لپاره يو شان سرچینې لري لکه د اوښانو، پسونو او وزو روزل. کوچیاني کورنۍ ممکن له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ پورې څارويو څخه ساتنه وکړي، د خپلو کورنیو د اړتیاو د پوره کولو لپاره شیدې، مستې، کوچ، وړۍ او د وزو وزغوڼې پلوري.
د تاج په وینا، د دوی کوچیاني ژوند معنی دا ده چې دوی په ډيره کمه کچه د عامه خدمتونو لکه زده کړې، روغتیايي پاملرنې څخه ګټه پورته کړي، او په ځینو مواردو کې د دوی شتون په سمیو کې د میشت ټولنو لخوا ښه نه ګڼل کیږي، ځکه ډیری وختونه دوی له ځاي خلکو سره د مالونو د څړځاینو په موخه لانجې کوي، چې په دې وروستيو کلنو کې د کليوالو او کوچیانو ترمنځ د شخړی لامل ګرځيدلي دي. د دغې ډلې یو بل غړی، کوچی خاتول بیانوي: هغه ځمکه چې مونږ یې د مالونو د څړځایونو لپاره کاروو، اکثره یې اوس د کرنې لپاره کارول کیږي، دا په دې معنی چې موږ نشو کولای ځانونه د مالي پلو بسیا کړو. ډیری کوچیاني کورنۍ د کوچيتوب ژوند د لاسه ورکولو په صورت کې په یو ځای کې له میشت کیدو پرته بله لاره نلري.
د کوچیاني ژوند څخه عادي ژوند ته د راګرځېدلو بل دلیل دا دی، چې کوچیان عامه خدماتو، لکه روغیتیاي پاملرنو ته لاس رسی ستونزمن دی، دوی تل يو ځای څخه بل ته په حرکت کې وي. تاج څرګندوي: د څارویو ساتل د ژوند د يوې برخې په توګه موږ اړ کړي یو تر څو سفر وکړ، مګر دغه ژوند زمونږ کورني او په ځانګړي توګه زمونږ ماشومان له زدکړو بې برخې کړي دي.
کله چې کوچي کورنۍ په ټولنو کې میشت کیږي، دوی ممکن د میشتو ډلو څخه د پام وړ تعصب سره مخ شي، ځکه ډیری وختونه کوچیان د ميشتو ډولو څخه لري پاتي شوي وي، چې په پايله کې د دوی اړیکي تر خپلوانو پورې محدودې وي، لکه څنګه چې خاټول کوچی، چې په دې وروستیو کې د بلخ په ولایت کې میشت شوی، بیانوي: موږ معمولا خپل ټول ژوند په غرونو کې تیر کړی، او خپل ژند د ياد چاپیرال سره سم ترسره کوو، د نورو لپاره دا خورا ستونزمن وي چې دا ډول ژوند ولري، نو ځکه د ټولنې وګړي له موږ سره فاصله ساتي. دا د کوچيانو لپاره وخت نیسي ترڅو په ټولنه کې ارامه ژوند او په بشپړ ډول د ژوند تګلاره ادغام کړي، او دا پروسه د نورو د چلند له مخې ستونزمنه کیدای شي، ځکه په ډیری مواردو کې دوی ممکن له له موږ سره د یوځای کیدو مخنیوی وکړي.
خاتول وايي: زموږ د ژوند کولو طریقه توپیر لري، نو هغه څوک چې زموږ د کوچیانو کلتور پورې تړاو نه لري له موږ سره د یو ځای کیدو څخه مخنیوی کوي، نو همدا وجه ده چې مونږ د انزوا احساس کوو. دغه کړنې په هغه پراخه ټولنه بده اغېزه لري چې موږ پکښې ژوند کوو، او دغه کړنې د ویش او بیلتون حس پیاوړی کوي. زه هیله لرم چې نور خلک زموږ دود او دستور درک او وپیژني.