تخطى إلى المحتوى

کابلیان (هغه خلک چې په خټه کښې د کابل دي)

    مونږ په داسې حال کښې اوسیدو چې توغندي لکه باران پر مونږ اوریدل. زه٬ زمریال٬ ماشوم وم او د خپلې کورنۍ سره په یوه کوچني کلي کښې اوسیدو. زمونږ د کور تر څېرمه د پوځ یوه هډه وه کوم چې د دښمن د توغندیو اصلي هدف وو. سره له دې نه ختمیدونکې جګړې چې د حکومت او مخالفو ډلو تر مينځ وې زما پلار په بزګرې بوخت وو. یوه ورځ زما مور په چیغو چیغو د ځمکې په لور منډې وهلې او زما د پلار په نامه یې نارې وهلې”ګلداده“ ځکه زما پلار په ګولۍ ویشتل شوی وو او معلومه نه وه چې کومې ډلې ویشتی وو.

    کلي والو هغه زمونږ کورته راوړ. مونږ دومره بې وزله وو چې حتی د پلار د مړي لپاره مو د کفن پېسې نه درلودې. کلي والو پریکړه وکړه چې د خپلو جامو سره یی خښ کړي ځکه هغه شهید شوی وو او شهید د خپلو جامو سره خارو ته سپارل کیږي.

    د حکومت او مخالف لوري تر مینځ جګړې زور واخیست٬ کلي والو د کلي په پریښودو پیل وکړ او ډیره لږه موده کښې د کلي ډیری برخې خالي شوې وې. مونږ نه غوښتل چې کلی پریږدو٬ خو زما ترونو د ډېر ټینګار له وجهې خپل فکر بدل کړ او په ډېر ژور غم او اوښکو سره چې د هغې په سترګو کښې وې د پاکستان مردان ښار ته مو مخه کړه.

    کله چې زه او زما ورور را لوی شوو غوښتل مو چې کار وکړو او د کورنۍ لپاره مو پېسې وګتو نو ځکه مو پریکړه وکړه چې د مردان ښار کښې د یوه مستري سره د هغه په ورکشاپ کښې کار وکړو. هغه یو ډېر زړه خوږی٬ اخلاقي او زړه ور سړی وو او تل به يې له مونږ سره مرسته کوله. مونږ پر له پسې لس کاله کار وکړ او وروسته له هغه مو وغوښتل چې ځان ته کار وکړو. مونږ د خلکو تر مینځ د کابلیانو په نامه پیژندل شوي وو.

    مونږ کابو ۳۰ کاله کار وکړ او هیڅکله مو د یوې لنډې مودې لپاره هم  په خپله خاوره او هیواد سترګې ونه لګېدې. ما هلته واده وکړ او د څلورو ماشومانو پلار شوم٬ که څه هم مور مو تل ویل چې: ” مونږ په دې هیواد کښې سوله نه شو موندلی. دا زمونږ ټاټوبی نه دی او که هر څه وکړئ بیا به هم د مهاجر او ګډوال په توګه راسره چلند کیږي. “ډیر کلونه تېر شول او مور مو ډېره کلکه بیماره شوه. ډاکترانو راته ویل چې هغه بېرته خپل هیواد ته یوسئ تر څو يې زړه او ذهن سکون ومومي.

    په پای کښې٬ مو هر څه وپلورل او بیرته خپل هیواد ته راستانه شولو. مونږ په لغمان کښې واړول او هر څه مو د سره پیل کړل. که څه هم د پاکستان په پرتله دومره څه نلرو لیکن د خپل ژوند څخه راضي یو او آرامه یو. هیڅوک داسې نشته چې راته د”کډوال“ یا”کابلي“ په نامه غږ وکړي.