تخطى إلى المحتوى

هفت میوه یا هفت سین٬ د نوروز دودونه په افغانستان کښې

    هر کال په نوروز کښې خلک په افغانستان٬ ایران٬ د قفقاز شاوخوا٬ په بلکان٬ او په منځنۍ آسیائي هیوادونو کښې د نوي لمریز کال څخه لمانځنه کوي. په دې وروستیو کښې نړیواله شوې ده او د مارچ یوویشتمه (۲۱) نیټه د ملګرو ملتونو عمومي شورا لخوا د نوروز نړیواله ورځ په نامه د  ۲۰۰۹ میلادي کال د مارچ په میاشت کښې دا ورځ ونومول شوه. لیکن نوروز په شمالي قطب کښې د پسرلي موسم د پیل سره برابر دی. لکه څنګه چې هوا تودیږي او خلک یې همدارنګه د (طبیعت بیا را ژوندی کیدل) بولي په کوم کښې چې ځمکه شنه او هوا تودیږي. بزګران نوروز د دې لپاره لمانځي چې دا د افغانستان په ډیرو برخو کښې د حاصلاتو د موسم پیل دی. که څه هم واقعي دودونه د یو ولایت څخه بل ولایت ته او د یو هیواد څخه بل هیواد ته توپیر او ځیني ځانګړتیاوي لري خو د عامه دودونو او رواجونو څخه یو هم نوروز دی چې خلک یې لمانځي. کورنې او ملګري د هفت میوې (اووه سمبولیک توکي) د میز شاوخوا را غونډیږي او خپل نوی کال د هفت میوې (اووه سمبولیکې ميوې) په څښلو پیل کوي. ځیني تاریخ پوهان دغه دود د پخوانیو بابلیانو پورې تړلی بولي او حال دا چې ځیني نور یې بیا د جمشید پېښې ته راجع کوي. جمشید د لرغوني ایران پیشدادیانو د پاچاهانو په سلسله کښې څلورم پاچاه دی. د (۷) شمیره یوه سپیڅلې شمیره دی کوم چې تاریخ یې د لرغونو سومریانو (4500-2004 BCE) پورې تړاو لري. دغه شمیره د اوو هیلو پرځای چې هر څوک کولای شي دنوی کال لپاره يې ولري پکار وړل شوې دی. 

    د هفت سین د هر سین لپاره يې مختلفې معنا ګانې شتون لري. 

    1.      سبزي- غنم یا حبوبات چې په یوه لوښي کښې یې کري- د بیا زیږون نښه (نماد)

    2.      سمنک- خوږه شیره چې د غنمو د نیښ څخه لاسته راځي- د قوت نښه (نماد)

    3.      سنځله-  وچ دشتی یا صحرائي زیتون- د مینې نښه (نماد)

    4.      سیر- اوږه- د روغتیا او صحت نښه (نماد)

    5.      سیب- مڼه- د ښایست او ښکلا نښه (نماد)

    6.      سمق- د سمق میوه- د اورښتې یا باران نښه (نماد)

    7.      سرکه- سرکه- د صبر او حکمت نښه (نماد) 

    که څه هم نور اضافي توکي د هفت میوې په میز ښکاري: د بیلګې په توګه یوه هینداره د خلقت او پیدایښت نمایندګي کوي٬ یو کتاب د پوهې او حکمت نمایندګي کوي یا یو سپیڅلی کتاب لکه قرآنکریم یا اویستا د انسان توصل خدای سره ښائي او نمایندګي کوي.

     هفت میوه (اووه سمبولیکې ميوې):

    هفت میوه په افغانستان کښې ډیر مروج دود دی او د اوو مختلفو مغزونو او وچو میوو څخه جوړ دی. د نوروز څخه دوې یا درې ورځې د مخه دغه میوې په یوه لوښي کښې د اوبو او یو څه اندازه بورې سره یو ځای کوي. د نوي کال په پیلیزو شیبو کښې را اخیستل کیږي تر څو راتلونکی کال نیکمرغه او برکتي کړي. په دودیز ډول میوې باید د اوو مختلفو ونو څخه واخیستل شي، د دې لپاره چې په نوروز کښې تازه میوې نه وي نو ځکه خلک د هغه په ځای وچې میوې کاروي. ټولې میوې یو ځای په نوي کال کښې د ښو حاصلاتو او برکتونو ښکارندوی دي.