تخطى إلى المحتوى

طلائي کلی

    نو آباد چې د بامیانو مرکزي ښار په شش پُل سیمه کښې پروت دی تقریبا د بامیانو د مرکز څخه د ۱۲ کیلو مترو په واټن کښې موقعیت لري. دغه کلی د زحاک تاریخي ښار ته مخامخ د کابل-بامیان په لویه لار پروت دی. په کابو توده هوا کښې څلور زاړه سړیان د یوې هټۍ تر څېرمه سیوري ته ناست وو او مونږ ورسره یوځای شوو. محمد تقي یو مخور قومي مشر څوک چې پدې وروستیو کښې د پآکستان څخه راستون شوی، د دې کلي په اړوند وایي:”نو آباد په ۲۰۱۳ کال کښې ودان شوی، او کابو ۲۰۰ کورنۍ پکښې اوسیږي. د دې کلي ډیری کورنۍ د پاکستان څخه او یو څو کورنۍ د ایران څخه راستنې شوي دي. په لومړیو کښې مونږ دلته د حکومت لخوا ځای پر ځای شوو او یو کال مو په خيمو کښې د ژمي سړې هوا او د دوبي تودې هوا ته تېر کړ. مونږ روغتیايي آسانتیاوو، د څښلو پاکو اوبو ، د لېږد را لېږد سیسټم، ښوونځي او ځیني نورو آسانتیاوو ته لاسرسی نه درلود، خو مونږ په خپلو پښو او ټینګ هوډ ودریدو تر څو د خپل ځان لپاره داسې کار وکړو چې خپل ژوند ښه کړو، ورو ورو مو ځان لپاره کورونه ودان کړل. مونږ د حکومت په مرسته د اوسېدو ځای، پاخه سړکونه، یو ښوونځی، کلینیک او داسې نورې آسانتیاوې جوړې کړې. دا هر څه د حکومت او خېریه موسسو په قوي مرستو رامنځته شول. “

                                                                                      

    ”اوس مونږ د خپل ژوند څخه کوم چې په خپل هیواد کښې يې لرو خوښ او راضي یو. په پاکستان او ایران کښې مو هېڅکله داسې نشوای کولای ځکه هغه زمونږ خپل هیوادونه نه وو، مونږ هلته د کډوالو په توګه اوسېدو او هیڅ ډول مرسته راسره نه کیدله. مونږ هیڅ ډول دولتي او ملکي آسانتیاوو ته لاسرسی نه درلود یوازې مو هلته شپې او ورځې تېرولې. مونږ سره پولیسو ښه چلند نه کاوه، زمونږ ماشومانو نشو کولای ښوونځي کښې زده کړې وکړي او همدارنګه مونږ هم نشوای کولای چې په خپلواک ډول چېرې ولاړ شو ځکه له مونږ سره د یو کدوال په توګه سلوک کیده. بلآخره مونږ پریکړه وکړه چې بېرته خپل هیواد ته راستانه شو. “

    اوس مهال، د نوآباد کيلی پاخه سړکونه، ښوونځی٬ روغتون او پراختیایي شوراوی لري. د دې سېمې د اوسیدونکو په وینا، د دې کلي خلک په ډیره اغیزمنه توګه په دولتي او غیر دولتي پروګرامونو کښې ونډه اخلي. دا چې د دې کلي اوسېدونکو لپاره دائمي دندې نشته، نو دوی په پراختیايي پروګرامونو کښې ونډه اخلي، تيګې او ریګ تولیدوي او همدارنګه غالۍ اوبي.

                     

    محمد تقي په ډېر ویاړ راته وویل:”په دې وروستیو کښې د حکومت لخوا زمونږ کلی د طلائي کلي په نامه و نومول شو ځکه مونږ د حکومت او مؤسسو سره ښه همغږي درلوده ځکه مونږ په دې کلي کښې په مخدره موادو روږدې نه لرو لیکن مونږ پاکې کوڅې، بسنده خواړه لرو، مونږ خپلې انجونې په زور نه واده کوو او مونږ د پولیو د واکسین په تطبیق کولو کښې پوره پوره مرسته کوو. یوازینۍ ستونزه چې مونږ ورسره لاس او ګریوال یو هغه بیکاري ده، نو ځکه خلکو په بانک کښې د پس انداز سیسټم جوړ کړ او حکومت هم د هغه چا لپاره چې غواړي یو کار یا یو کوچنی مصروفیت ځان ته جوړ کړي.پرې یو څه اندازه پیسې اضافه کړې. “