ګلو هار، د یوې ټولنیزې کلتوری نندارې نوم وو کوم چې به د ننګرهار ټولنیز کلتوري کانټینر لخوا ترسره کیده. دغه ننداره د هغو کورنیو د ښه راغلاست یا هرکلي په موخه ترسره کیده چې د پاکستان څخه افغانستان ته بیرته راستنیدل. ډیری دغه کورنۍ به د ننګرهار ولایت څخه وو. هغوی خپل کورونه د کلونو را پدیخوا د جګړې، ګډوډیو او بې روزګاري له کبله پریښي وو او ایران یا پاکستان ته تللي وو.
کابو ۳۰۰ کسانو دغه نندارې کښې برخه اخیستی وه، ۵۵٪ بیرته راستانه شوي کسان وو. مونږ ننداره په ادبی غونډې (شعري بنډار) سره پیل کړله ځکه د ننګرهار ډیري خلک شعر او شاعري ډیره خوښوي. شعرونه د کډوالي (مهاجرت)، یووالي، ترحم او مهرباني په اړوند وو کوم چې د راستانه شویو کسانو خنډونو او ستونزو ته د فوري توجه او پاملرنې لامل وګرځید. بیرته راستانه شویو کډوالو ته دا موقه ورکړل شوه تر څو خپل احساسات، دردونه او کړاوونه د نورو خلکو سره شریک کړي او د لومړي ځل لپاره د ننګرهار دوه ښځینه ګډون کوونکو خپل شعرونه د ګډونوالو او لیدونکو پر وړاندې ولوستل، کوم چې دوی ته يې په کښې توده منندويي کړی وه.
دننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس په خپلو ویناوو کښې د ننګرهار خلکو څخه غوښتنه وکړه تر څو د راستانه شویو کډوالو سره د ننګرهار ټولنې ته د لاس رسي په موخه مرسته وکړي. د مشرانو له ډلې څخه یو تن بیا راستانه شویو کسانو ته هرکلی ووایه او ژمنه یې وکړه چې مونږ به د دوی سره داسې چلند وکړو کوم چې د دوی خپل خوښ وي تر څو د دې ټولنې یوه برخه وګرځي:” مونږ د دوی سره نابلد یو او همدارنګه دوی له مونږ او زمونږ دود او کلتور سره دي. د نابلدۍ، د دندو کمښت او د آسانتیاو ستونزې د دوو مختلفو ټولنو تر منځ شخړې او غلط فهمیانې زیږوي، لیکن که چيرې مونږ د یو بل سره خبرې اترې وکړې او مرسته مو وکړه نو زما په آند کولای شو ددغه شان ستونزو ته اوږه ورکړو. دا زمونږ ایماني او انساني دنده دی چې د هر هغه چا سره مرسته وکړو چې زمونږ مرستې ته اړتیا لري. “
د ګډون کوونکو څخه یو تن مونږ ته هغه څه وویل چې د دې نندارې په اوږدو کښې زده کړی وو: “مونږ باید د زرګونو کسانو کوربه توب وکړو چې د پاکستان، ایران او اروپائي هیوادونو څخه راستنیږي. مونږ په یوازې ځان نه شو کولای د دغې ستونزې سره مقابله وکړو او نه حکومت په داسې وضعیت کښې دی چې په منظمه توګه يې سمبال کړي. دا زمونږ په ګډه او همدارنګه دیني دنده او مسئولیت دی چې د خپلو خویندو او ورونو سره مرسته او کمک وکړو.”
په پای کښې د ګډون والو د تفریح په موخه ګوډۍ الوزونې پیل شوې. مونږ ګوډي پرانونه په ډول ډول رنګونو او ډیزانونو سره وپیرل او کوچنیو کسانو ته چې په دغه لوبه پوهیدل ورکړل. مونږ یو کس دبیرته راستانه شوو څخه او یو کس د ځايي خلکو څخه وټاکل تر څو یو تن تار ونیسي او بل ګوډۍ والوزوي. له دې ټاکل شویو ډلو څخه مو وغوښتل تر څو خپل په زړه پورې پیغام په ګوډۍ د راستانه شویو کسانو بیرته یوځای کیدو (ادغام) په اړوند ولیکي او بیا يې هوا ته والوزوي. په یوه ګوډي پران لیکل شوي وو : ”دلته وي که هلته، مونږ ټول سره ورونه یاست“،”د یو ښه راتلونکي لپاره سره یو ځای کار کوو. “