تخطى إلى المحتوى

د سرو زرو غونډۍ (طلائي تپه)

    دسرو زرو غونډۍ یا طلائي تپه یو لرغونی ځای دی کوم چې د افغانستان د شمالي ولایت د جوزجان په مرکز شبرغان ښار شمال ختیځ سیمه کښې موقعیت لري. د (Tepe) وروستاړی کوم چې د غونډۍ معنا ورکوي برعکس د شاوخوا اراضي سره یو برابر دی. سره له دې چې دغه نوم د دغه ځای د تاریخي ارزښت ښکارندوی وو خو بیا هم کابو تر ۲۰۰۰ کلو پورې دغه دسرو زرو غونډۍ ځایي اوسیدونکو، شاهي واکمنیو او حکومتونو ته نا معلومه وه.   په ۱۹۷۰ میلادي کال کښې یوه افغان-روسي  لرغون پوه ډله چې پروفیسور (ویکتر سریانیدی) يې مشري کوله افغانستان ته د منځنۍ آسیا د برونز د تمدن دورې، د آمو سیند په جنوبي برخه کښې د Bactria–Margiana لرغوني آثارو د څیړلو په موخه راغلل.

    د نهو کلو څېړنو او کیندنو په موده کښې (سریانیدي) او د هغه ډلې د مختلفو تاریخي دورو او واکمنیو ډیر لرغوني آثار د آمو سیند په شاوخوا کښې و موندل. خو د هغه تر ټولو ستره لاسته راوړنه په طلائي تپه کښې په ۱۹۷۸ کال کښې وه، کله چې د هغه ډلې د بې ساري انتیکو خزانو یوه کلا وموندله. د کیندلو لپاره د ناسم موسم سره سره، پروفیسور (سریانیدی) خپله ډله وهڅوله تر څو خپل کار ته ادامه ورکړي. د څو اونیو کوښښونو په پایله کښې هغوی د یو لرغوني زیارت کنډوالو سره شپږ نور قبرونه (پنځه ښځی او یو نارینه) او د سرو زرو یوه غټه خزانه و موندله. هغوی په دغه ځای کښې ۲۱۶۱۸ توکي وموندل: مجسمې، کاڼې، سکې او نور ګڼ شمیر آثار چې د سرو زرو، سپينو زرو، او د فیلانو څخه جوړ وو. هغوی په ډیر دقت سره ټول توکي ثبت او لست کړل او بیا يې په ځانګړو صندوقونو کښې ځای پر ځای کړل.

     

     د سریانیدی کشفول ډیر مهم دی نه یوازې دا چې د کوشانیانو په اړوند د لا معلوماتو کیلۍ ده بلکه همدا راز مونږ ته د هغوي د ژوند، مذهب، کلتور، او هنر په اړه کوم چې لرغون پوهانو او تاریخ لیکونکي ورته بومی او هند-یونانی دود وایي، په دې اړوند خورا ارزښتناک معلومات راکوي. د هند-یوناني امپراطورۍ او باختري-يوناني امپراطورۍ د بودائي نړۍ یوه برخه وه چې په باختریانو او سغدیانو، د افغانستان او پاکستان په شمال او شمال ختیځو سیمو يې د میلاد څخه مخکې په وروستیو پیړیو کښې حکومت کاوه.

    ټول صندوقونه کابل ته راوړل شول او د افغانستان ملی موزیم کښې نندارې ته کېښودل شول. د ۱۹۹۰ کال خپل مینځي جګړو کښې  د افغانستان ملي موزیم څو وارې لوټ شوی وو. یوه لویه ویره موجوده وه چې ګواکې دغه خزانې ورکې شوې دي. خو له نیکه مرغه په ۲۰۰۳ میلادي کال کښې دغه صندوقونه پیدا شول چې په کابل کښې د مرکزي بانګ د ودانۍ لاندې پټ ساتل شوي وو. د کمیونستي رژیم وروستي رئیس جمهور ډاکتر نجیب الله امر کړی وو چې هغه دې د موزیم څخه د ځمکې لاندې زیرمو ته یوړل شي. د ځمکې لاندې زیرمو دروازې وتړل شوې او کیلي ګانې يې پنځو معتمدو کسانو ته ورکړل شوې. په ۲۰۰۳ کال کښې نوي حکومت وغوښتل چې دغه زیرمې پرانیزي خو په لومړیو کښې هغه کسان چې کیلي ګانې یې د ځان سره لرلې موندل یې ګران وو ځکه د هغوی نومونه چاته معلوم نه وو. وروسته له دې چې ښاغلي حامد کرزي لوی څارنوال ته امر وکړ تر څو دغه سیفونه والوزوي، هغه پنځه کسان چې د دغه زیرمو کونجیانې ورسره وې وموندل شول او د کونجیو په واسطه پرانیستل شوې.

    دغه خزانه اوس مهال د افغانستان بانک (د افغانستان مرکزی بانک) لخوا تر څارنې لاندې دی. د ۲۰۰۶ کال راپدیخوا ډیرو ځایونو کې د ګرځنده نندارو په شان لکه په پاریس ګیمي (Musee Guimet) کښې، د واشنګټن ډي سي ملي هنري ګالري، د سن فرانسسکو آسیايي هنري موزیم، د هاستن د ښکلو هنرونو موزیم،د میتراپولټنټ هنري موزیم، نیویارک او داسې نورو ځایونو کښې وړاندې شوي دي.

    په پښتو کښې د دغه بانګ د نوم تر څنګ، به برنۍ خوا کښې عربي متن او لاندینۍ خوا کښې لاتیني متن کښې، د ستر پاچا (Eucratides)  یوه  لرغونې یوناني لیکنه ده، (ΒΑΣΙΛΕΩΣ ΜΕΓΑΛΟΥ ΕΥΚΡΑΤΙΔΟΥ)

    د خالد قادري په آند چې د پوهنتون محصل دی، د طلائي تپې خزانې د څو ارزښتناکه توکو سربیره نه یوازې چې لرغوني آثار دي بلکې یوه تاریخي اړیکه ده کوم چې مونږ د نړۍ نورو لرغوني تمدنونه سره نښلوي. «د طلائي تپې خزانه د نړۍ د سترو لرغونو خزانو څخه یوه خزانه ده، لیکن هغه څه چې دغې خزانې ته ځانګړیتوب ورکوي دا ده چې اکثریت يې بودائي دورې پورې هغه وخت، چې یوناني پاچاهانو د افغانستان په شمال ختیځو سیمو کښې حکومت کاوه تړاو لري. هغه زیاتوي تاسو کولای شئ چې دهغې نښې او نښانې د افغانستان اوسني بانکي نوټونو کښې وګورئ. »

    خو وحیده بله محصله ده چې فکر کوي چې سره له دومره اوږد مهاله جګړو چې په کښې د هیواد تاریخي او کلتوري میراث له مینځه تللي واقعا دا هیله بخښونکې ده چې زمونږ ستره خزانه تر اوسه محفوظه ده. «زه هیله لرم چې یوه ورځ به دغه د ټولو پر مخ پرانیستل شي، لکه د نورو هیوادو په څیر به هر څوک وکولای شي چې زمونږ بډایه تاریخ مطالعه ګړي». افغانستان د تل لپاره نه یوازې چې د جګړو ځای وو بلکې د ختیځ او لویدیځ د بیلا بیلو تمدنونو تر مینځ یوه څلور لارې وه او په راتلونکي کښې به هم وي.