تخطى إلى المحتوى

د توکميز توپیر له منځه وړل

    کاپیسا د ټولنیزو شرایطو له پلوه خورا متفاوت ځای دی، مګر دا بڼه تل په رسمیت نه پیژندل کیږي. پداسې حال کې چې دغه ولایت د پښتون، تاجک او د پشه ای قومونه کور دی او اکثره وخت د يو بل سره څنګ په څنګ ژوند کوي، همدارنګه ځينې وختونه د دوی چلند له یو بل سره منفي دی.

    دا په ځانګړي ډول روښانه کوي چې څه ډول د پشه اي سيمو اوسیدونکو سره کله ناکله چلند کیږي. پداسې حال کې چې د نورو توکمونو خلک تمه لري چې د میلمنو په توګه ورسره چلند وشي، د میلمنو لپاره د خواړو او سرپناه چمتو کول د افغاني دود اساس دی، کله چې د پشه اي سيمو وګړي د کاپیسا نورو ولسوالیو ته سفر کوي، د کاپیسا د نورو توکمونو خلک ډیری وخت هڅه کوي چې د پشه ای سیمو کلیوال د میلو کولو په موخه له خپلو سيمو څخه د لیدو په موخه تشویق نکړي.

    د کاپیسا په ولایت کې د پشه اي ټولنې په اړه د غلطو مفاهیمو د له منځه وړلو په موخه یو تن په رضاکارانه ډول کار کوي، هغه وايي: د کاپیسا ډیری خلک زموږ د پشه اي ټولنو په اړه ډیر لږ پوهیږي، او دا د هغه اوسیدونکو ترمنځ د تفرقې او بې باورۍ لامل کیږي چې په نورو توکمونو پورې تړاو لري. موږ ټول باید دا فکر ولرو چې د مساوي چلند حق لرو، پرته له دې چې زموږ د کوم توکم، طبقې، عقیدې، جندر یا ژبې پورې تړاو لرو، او یا هم په اړه یي پوره معلومات و نلرو.

    ټول افغانان د هغو کسانو له کیسو سره اشنا دي چې د امتیازاتو او مقام خاوندان دي او له هغو خلکو سره چې په نورو اقوامو پورې تړاو لري تعصوب کوي، لکه څنګه چې میترا کوهستاني څرګندوي: ځوانان د خپلو میندو پلرونو یا د ښوونځي انډیوالانو خبرو ته غوږ نیسي چې د نورو توکمیزو ډلو په اړه ټوکې کوي او یا یې توهین کوي، دغه کړنه د هغوی په وړاندې تعصب او بد چلند ته وده ورکوي.

    تبعیض انساني کرامت تر حملې لاندې نیسي ځکه چې دا په ټولنه کې د دوی پیژندل شوی ارزښت یوازې د دوی د شناخت یا باورونو له امله کموي. دا د دوی او زمونږ احساس پیاوړی کوي چې بې باوري او ځینې وخت نابرابری ته وده ورکړو.

    فريال په کاپيسا کې د تاجکي ټولنې غړې ده، هغه وايي: تعصب او هغه داستانونه چې زموږ د ټولنو ترمینځ ژور تقسیم بیانوي له يو نسل څخه بل ته انتقالږي. کله چې موږ دا ډول نظرونه اورو موږ باید د درناوي او موسکا سره د ځواب ویلو د اړتیا احساس وکړو او په حقیقت کې موږ باید داسې خلک وهڅو چې لا ډیر زغم وښیې.

    يادې موخې ته په پام سره، میترا کوهستاني د نورو رضاکارونو سره په بیلابیلو ټولنو کې د کار کولو له لارې منفي چلند ننګوي، دلته دوی ژور تعصب ماتوي ترڅو موږ ټول په همغږۍ کې ژوند وکړو: کلتوري خبرې زمونږ سره مرسته کوي ترڅو د بیلابیلو قومونو خلک سره یوځای کړو، چې د یو بل او هغه شریکو ځانګړو دودنو په اړه چې مونږ یې هم لرو ښه وپوهیږو.

    هغه ولایت چې ډیری مشهورې خغرافیايي نښه لري لکه: ریګروان (په ۱۶مه پیړۍ کې د مغل امپراتور بابر لخوا یاد شوی)، کاپیسا همدارنګه نور تاریخي ځایونه هم لري لکه په صیاد ولسوالۍ کې زرګر او عبدالله ټاور. تګاب او نجراب ولسوالۍ د میوو او په ځانګړي توګه د انارو په برخه کې خورا مشهور دي، په تیرو وختونو کې د دوبي په وروستیو کې ډیری سیلانیان په دغه فصل کې له يادو سيمو څخه ليدنه کوي.

    فريال څرګندوي: څرنګه چې زموږ ولايت زيات سيلانيان لري، موږ مسؤوليت لرو چې د هېواد له ټولو برخو څخه راغلو خلکو ته ښه راغلاست ووايو او د دوی په اړه قضاوتونه ونه کړو.