ستونزمن ژوند انسان پیاوړی کوي. نه یوازې زهرا بلکه نورو ډیرو کورنیو د جګړو په ترڅ کښې افغانستان پریښې دی لیکن د یوې مودې وروسته بیرته خپل هیواد ته د یوې نړۍ هیلو سره چې په زړونو کښې یې لرلې راګرځیدلي.
څلويښت ورځې بي بي زهرا پیاده پاکستان ته مزل کړی تر څو یو ښه ځای ومومي لیکن برعکس د هغه څه چې هغې فکر کاوه، هيلې یې تر سره نه شوې. هر څه توپیر درلودل او هغې کابو ۳۱ کاله یې د ډول ډول ستونزو سره تیر کړل.
اوس مهال هغه بیرته افغانستان ته راستنه شوې او د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کښې اوسیږي. د بي بي زهرا کيسه د بي ځایه کیدو او د یو کډوال چې پاکستان ته تللې وه، یوه ښه بیلګه ده.
هغه زیاتوي هغه مهال چې روسانو پر افغانستان یرغل وکړ٬ هغوی او نورو کورنیو د بامیان څخه پاکستان ته کډه وکړه. دهغې ورور حاجي غفور چې له هغې سره پدې سفر کښې یو ځای وو وایي چې هغوی د شپې لخوا سفر کاوه ځکه د ورځې به جګړې وې.
جګړه د درد او ستونزو څخه ډکه وه او ډیرو ژړل. هغه وایي: ” په پاکستان کښې مونږ ډیرې ستونزې لرلې هیڅ کور او دنده مو نه درلوده او په خېمو کښې اوسیدو. په باراني ورځو کښې د خیمو نه بهر اوسیدو ځکه باران ترینه دننه راتلو. وروسته له یوې مودې مونږ د خېمې شاوخوا یو کوچنې دیوال جوړ کړ تر څو د باران څخه خوندي اوسو. “
بي بي زهرا وایي چې هغې یو مهم درس واخیست د هغو کلنو څخه چې پاکستان کښې وه. ”د بل په هیواد کښې تاسو هیڅ څه نلرئ او که چیرې یو څیز ستاسو هم وي په اصل کښې هغه ستاسو خپل نه دی. مونږ لومړنیو آسانتیاوو ته هیڅ لاسرسی نه درلود او هغه خواړه چې کډوالو ورته لاسرسۍ درلود صحی نه وو. ډیری ماشومان رنځوریدل او یا هم مړه کیدل چې یو د هغو څخه زما درې کلن ماشوم هم وو.“
بلآخره٬ بي بي زهرا د خپلې کورنۍ سره بیرته خپل ټاټوبي ته راستنه شوه. د دندې موندل ډیر ستونزمن کار وو لیکن هغوی پدې وتوانیدل چې د خپل ځان لپاره یو کوچنی کاروبار پیل کړي. اوس په خپل هیواد کښې د ژوند لپاره هغه هیله او تصمیم لري او هوډمنه ده چې په خپلې ټولنې کښې د ښځو د ښې راتلونکي لپاره سخت زیار وباسي.