تخطى إلى المحتوى

انګېرنه

    انګېرنه، هغه څه دي چې یو څوک نړۍ، خلک او ټولنه ترې ویني، کولای شي ډول ډول اغېزې د خلکو په آند او سلوک ولري او آن تر دې چې خپل ژوند پرې جوړوي لیکن زمونږ هیواد افغانستان کښې څوک ورته دومره پاملرنه نه کوي. انګېرنه د ژوند یو له هغو بنسټیزو لارو چارو څخه دی چې کولای شي د انسانانو په ژوند ژوره اغېزه ولري او همدارنګه کولای شي چې خلک د خوښیو لور ته ولېږدوي او یا هم د بدمرغیو کندې ته یې واچوي.

    د بېلګې په توګه، مېړانه په جوزجان کښې د باسواد او امپړ کسانو په وړاندې دوې مختلفې معناوې لري او په اړه یې مختلفې انګېرنې شتون لري. عبدالکریم او احمد فیصل چې د افغانستان د جوزجان ولایت اوسیدونکي دي د سړي او مېړانې په اړوند دوه مختلف نظرونه لري. عبدالکریم په دې آند دی چې: ” مېړانه دا دی چې په کورنۍ کښې هیڅوک ستا له اجازې پرته باید کوم کار ترسره نکړي او ته باید د ټولو په ژوند او د ژوند په پریکړو باندې حاکم اوسې. که چیرې څوک سرغړونه کوي نو باید وډبول شي او دې ته اړ شي چې ستا فکر ومنې. همدا د مېړانې معنا دی او سړی په دې معنا دي چې یو څوک خپل نوم او عزت په ټولنه کښې خوندي وساتي. “

      لیکن برعکس د عبدالکریم، فیصل په بشپړه توګه د سړی او مېړانې په اړوند مخالف نظر لري، هغه په دې عقیده دی چې:” مېړانه د ځان بسیا او سخي په معنا دی او داچې نورو ته يې ضرر ونه رسیږي او یو سړی باید بښونکی وي“.  لکه څنګه چې ویل شویدي،”بښنه د یو سړي د لوړ شخصیت ښکارندوی دی.“ او هغه زیاتوي چې مونږ ته اسلام دا درس راکړی چې باید سخي او بښونکي اوسو، ځکه کومه خوښي چې په بښنه کښې نغښتې هغه په غچ اخیستو کښې نشته دی.

     دغه مختلف تعریفونه او آندونه د خلکو د ژوند ښکارندوی دی. سید محمد عابدي، چې د جوزجان ولایت لیکونکی او څیړونکی دی وایي: که چیرې د عبدالکریم ژوند او آند ته وګورو نو، د هغه ټول ژوند به د تاوتریخوالي سره نغښتی وي او ډېرې د خوښۍ او نیکمرغۍ شېبې به په خپل ژوند کښې نلري او له بله پلوه که چېرې د فیصل نرم او عاقلانه لید او انګېرني ته وګورو نو معلومیږي چې هغه به د خوښۍ او نیکمرغۍ ژوند لري.

     

    ښاغلي عابدي زیاته کړه چې:”د خلکو انګېرنه د هغوی د پوهې د کچې ښکارندوی دی چي، دوی له چاسره ناسته او ولاړه لري او په کومه سترګه دوی نړۍ ته ګوري“.

     سربېره پر دې هغه په دې باور دی: هغه څوک چې د ډیرو خلکو سره خبرې اترې کوي او یا هم د هیواد نورو برخو ته تګ راتګ کوي، خپله انګېرنه د خلکو په اړوند پراخوي او دا چې څنګه خلک د خپلو مختلفو ارزښتونو سره سم ژوند کوي.