تخطى إلى المحتوى

په بامیان کښې د نوروز د نهمې نندارې لمانځنه

    د نوروز نهمه لمانځنه د بودا  مجسمو د غارونو مخته ترسره شوه. موسیقي، شاعري، کیسې ویل، تیاتر، اکروباتیک حرکتونه، ورزشي صحنې او کرنیزې نندارې د دغه نندارتون برخې وې. د بامیانو کلتوري (فرهنګي) کانټینر ډلې د دغې موقې نه په ګټې اخیستنې سره خلک دې ته و هڅول تر څو د خپل چاپیریال په پاکوالي کښې ونډه واخلي. هغوی وښوده چې هر یو اوسیدونکی څنګه کولای شي د خپل چاپیریال په پاکولو کښې مهم رول ولوبوي. د دغې لمانځنې په پای کښې ټولو ګډون کوونکو د هغو کثافاتو (زبالو) په راټولو کښې کوم چې د نندارتون ځای کښې خواره شوي وه، برخه واخیسته.

    دغه نوښت د ځایي اوسیدونکو لخوا یوه ژوره منندویی (قدرداني) وه. محمد علي چې په دغه ننداره کښې يې ګډون کړی وايي: زه ډیر خوشحال یم چې د دغه کمپاین یوه برخه یم، معمولاْ کله چې خلک د داسې نندارو لمانځلو لپاره را غونډیږي، میلو  او چکر ته ځي، هغوی هره خوا د څیزونو په اچولو سره سیمه ککړوي چې دا زمونږه د طبیعي ښکلا ورانیدو لامل ګرځي. دغه شان نوښت لکه د نن ورځې کمپاین د خلکو په مینځ کښې د مسئولیت اخیستنې دود او کلتور ته وده ورکوي او خلک دي ته هځوي چې د خپلو مسئولیتونو کوم چې د خپل طبیعت او چاپیریال په اړوند يې لري فکر وکړي.