تخطى إلى المحتوى

مخکښه- خال بانو

     لکه څنګه چې دا ټولو ته جوته ده چې اوس مهال په افغانستان کښې د نارینه وو لپاره د کار موندنې موقې ډېرې لږ دي خو د جوزجان ولایت په یوې کلیوالي سیمه کښې یو بریالی کاروبار پیل شوی دی. کابو ټول هیواد د بېکارۍ له لوړې کچې اندېښنې لري، هغه ځوانان چې د پوهنتونو څخه فارغیږي او د دندې په لټه کښې دي او ځینې نور چې په دندو بوخت دي په دې لټه کښې دي چې څنګه خپل ژوند پیاوړی کړي. په افغانستان کښې نارینه تل د کور نه بهر چارې ترسره کوي او کوښښ کوي ترڅو د خپلې کورنۍ د ملاتړ په موخه کاروبار پیل کړي او ښځینه د کور په دننه چارو کښې بوختې وي. دا نوښت که څه هم د هغو ښځو د لوړیدونکي تعداد لخوا چې اوس مهال غواړي کاروبار پیل کړي ننګول کیږي خو خال بانو په افغانستان کې د ښځینه وو کاروبار په ډګر کښې مخکښه بلل کیږي.

    خال بانو د خپلې ماتې یا ناکامۍ لپاره پوره چمتو والی درلود. هغه یوه امپړه ښځه وه چې د شبرغان ښار څخه ۱۱ کیلومتره لرې ختیځ لور ته د چهارشنبې کلي کښې ژوند کاوه. هغه لکه د نورو افغانانو په شان د یوې غریبي کورنۍ غړې وه او کوښښ یې کاوه تر څو خپل ژوند پیاوړی کړي. لس کاله وړاندې، زما کورنۍ په ډېر ناوړه او نا هیلي حالت کښې ژوند کاوه او مونږ د ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان وو. هغه زیاتوي: مونږ د کورنۍ اړتیاوو له کمښت سره مخ وو کوم چې زما لپاره تل پاتې اندېښنه وه. زه هیڅ نه پوهیدم چې څه وکړم، خو ما د ځان سره پریکړه وکړه چې د خپل ژوند د ښه کېدو لپاره لاس په کار شم.

    د هغې خاوند عصمت الله، په کابل کښې د یو کارګر په توګه مزدوري کوله لیکن هغه دومره روپۍ لاسته نه راوړلې چې د کورنۍ اړتیاوې پوره کړي. یوه شپه د خال بانو خاوند چې کله د کابل څخه راستون شو، خال بانو ته یې د یو سړي، چې د کلیو او بانډو څخه شيدې پیرودلې او بیا یې د مستو په شکل په سیمه ایز بازار کښې پلورلې، کیسه وکړه. هغه پلورونکی د خپل دوامدار عاید په اړه ډېر خوښ وو او د خپلې کورنۍ ټولې اړتیاوې یې پوره کولې.

    دغه کیسه د خال بانو په ذهن کښې کښېناسته او یو څو ورځې وروسته هغه وپوهېده چې کولای شي د هغه پلورونکي تګلاره تعقیب کړي. د هغې لیدلور خیالي نه وو. هغه پدې نه پوهېده چې دومره شيدې به له کومه کوي په داسې حال کښې چې هغې یوازې او یوازې یوه غوا درلوده، لیکن هغې باید هرومرو د یو ځای څخه پیل کړې وای. د کورنۍ مالي وضعیت یو بڅری هم ښه نه شو نو له همدې کبله د یو کاروبار جوړولو لیدلور د زیان سره مخ شو. خال بانو دغه آند د خپلې مور سره شریک کړ او هغې خپل پوره ملاتړ وښود او هغه یې و هڅوله تر څو خپله لاره تعقیب کړي. هغې خپل لیدلور خوندي وساته، غوښتل چې د یوې ښځې په توګه خپله وړتیا او پیاوړتیا وښايي. هغه وروسته دا ثابتوي چې یوه ښځه کولای شي د خپلې کورنۍ مرسته وکړي لکه څنګه یې چې یو نارینه کولای شي.

    په لومړي ځل مې د خپلې غوا له شیدو پیل وکړ، هغه زیاتوي: مخکې له دې چې د شیدو د کاروبار پراخولو په اړوند فکر وکړم، ما غوښتل چې لومړی د یو کار سمبالول او مخته وړل زده کړم. په دې کار سره هغې وکولای شول چې هر څه سمبال کړي هغه مهال چې غوښتل یې د باراز په هکله وپوهیږي.

    وروسته له دې مې د چم ګاونډ څخه شیدې ټولول پیل کړل، خال بانو وایي: ورځ تر بلې مې کاروبار ښه کیده او زه د راتلونکي په اړوند هیله منده کیدم. د هغې کاروبار ورځ په ورځ پیاوړی کېده. هغې خپل خاوند ته خبر ورکړ تر څو مزدوري پریږدي او کلي ته راشي او د هغې سره د کاروبار په سمبالولو کښې مرسته وکړي.

    په ورځ کښې مې ۳۰۰ لیټره شیدې راغونډولې، او زیاتوي: د څو پړاونو وروسته زه د شیدو څخه مستې جوړوم. کله چې مستې چمتو شي نو خاوند مې هغه ښار ته وړي او پلوري یې.

    هېره دې نه وي، چې په لومړي ځل د کار پېلول ورته ستونزمن برېښېده. خال بانو اړ وه چې وپوهیږي د مستو جوړولو بهير څرنګه او څوک پیرودونکي دي. په ورته وخت کښې عصمت الله هم دې ته زړه نه ښه کاوه چې خپلې کورنۍ ته د خوراک او څښاک برابرولو لپاره دې کابل کښې شپې او ورځې تېرې کړي. کله چې خال بانو خپل کاروبار پیل کړ، نو سمدلاسه عصمت الله کابل پرېښود تر څو د خپلې مېرمنې سره د هغې په نوښت کښې مرسته وکړي. د خال بانو د کورنۍ غیرمشروط ملاتړ په ځانګړي توګه د هغې د خاوند، کاروبار د بریا او سوبې په لور و لېږدوه. خال بانو ۳۳ کلنه ده او د هغې کاروبار اوس مهال ډېر وفاداره پېرودونکي موندلي او د ټولنې سره يې په بشپړه توګه مرسته کړې. 

    له هغه وخته چې دغې مېرمنې د شیدو او مستو کاروبار پیل کړی، خلک ورسره ډېر خوښ دي. محمد حلیم چې د چهارشنبې کلي اوسېدونکی دی زیاتوي چې: پخوا مو شیدې ښار ته وړلې کوم چې له کلي څخه ۱۱ کیلو میټره لرې دی، لیکن اوس خال بانو شیدې په کلي کښې پيري کوم چې مونږ ته یې ډېرې آسانتیاوې را په برخه کړي دي.  

    نور محمد له تېرو پنځو کلونو راهیسي د خال بانو څخه شیدې پلوري. هغه د آقچې په بندر کښې د لبنیاتو هټۍ لري او هغه د هغو مستو له کیفیت څخه خوښ دی کوم چې یې د خال بانو څخه پیري.

    د خال بانو دغه بریالی کاروبار د ټولو وزګارو ځوانانو لپاره یوه بیلګه ده. د ځوانانو ترمنځ د بېکارۍ لوړې کچې له دلیلونو څخه یو دلیل د نوښت نشتوالی او د نورو په اوږو متکي والی، دی. محمد اسلم چې د امیر علي شېرنوائي د پوهنتون ښوونکی دی وايي: که چېرې ځوانان د کاروبار لرلو لپاره نظریات او نوښت ولري، دوی به هیڅکله بېکاره پاتي نشي او په ورته وخت کښې به د عوایدو څو منابع ولري.

    خال بانو د خپل کاروبار په پیلولو سره نه یوازې دا چې خپل مالي حالت ته یې بدلون ورکړ او خلکو ته یې آسانتیاوې برابرې کړې، بلکې هغې د شبرغان ښار په اوسېدونکو کښې پېژندګلوي ومونده او د هغو لخوا په درنښت ورته کتل کیږي. هغې په خپل کار سره دا په ډاګه کړه چې څنګه یو مېرمن او خاوند کولای شي یو ځای کار وکړي او د خپلې کورنۍ لپاره با ثباته عاید جوړ کړي. خال بانو او عصمت الله د جنسیت د توپیر هغه کلتور مات کړ چې د ډېرو کورنیو او خلکو د مالي پیاوړتیا لپاره خنډ دي. د خال بانو سوبه د ټینګ هوډ، کورنۍ ملاتړ او د نوښت د پایلو ښکارندوی دی.