تخطى إلى المحتوى

د کابل په یوه کډوالی کمپ کښې ژوند کول

    په کابل ښار کښې په درجنو کډوالو کمپونه شتون لري په کوم کښې چې زرګونه کورنۍ د ډیرو درنو او سختو شرایطو لاندې ژوند کوي. دغه کمپونه اصلاْ د لنډې مودې لپاره جوړ شوي وو تر څو هغه افغان کډوال کوم چې په ډله ییز توګه افغانستان ته راستانه کیږي خوندي کړي، لیکن  ډیر کلونه وشول چې دغه کمپونه د دې کورنیو دپاره د دایمی استوګنځای ګرځیدلی او کله هم لسیزو ته رسیږي. په دیوان بیګی کډوالو کمپ کې کوم چې د کابل په لویدیځه څنډه کښې پروت دی کابو ۲۳۰ کورنۍ ژوند کوي. دغه کډوال ډیری يې د پاکستان څخه، لږ څه د ایران او یو کوچنی تعداد يې داخلي بې ځایه شوي کورنۍ دي کوم چې د هیواد د ځینو کړکېچنو سیمو څخه راغلي دي.  

    عاشق الله چې د غټ ګاډي چلوونکی دی او ۱۸ کاله کیږي چې د ټولو پلورونکو لپاره کار کوي. هغه او د هغه څلور خویندې او وروڼه ۱۵ کاله کیږي چې په دغه کمپ کښې ژوند کوي. د هغوی مور او پلار تقریباْ ۱۶ او ۱۰ کاله د مخه له دې نړۍ سترګې پټې کړیدي. د هغه ستره پښیماني دا دی چې هغه لیکل او لوستل نشي کولای او زیاتوي: ” پدې کمپ کښې ژوند کول آسانه ندي. په ژمي کښې مونږ د وژونکي سړې هوا او درنو واورو سره لاس او ګریوان یو، د پسرلي موسم کښې باد او باران زمونږ کورونه را ویجاړوي او د دوبي په موسم کښې ګرمي مو رنځوروي. دلته مونږ آن دا چې یو لومړنی ښوونځی هم نلرو او کله کله داسې فکر کوم چې مونږ د دې لپاره پیدا شوي یو چې د ګردې نړۍ دردونه او ستونزې وزغمو. “

    احمد او د هغه کورنۍ ۱۳ کاله کیږي چې په کمپ کښې اوسیږي. هغه د پاکستان څخه راستون شوی. مخکې له دې چې پاکستان ته کډه وکړي، دوی  په طورخم کښې کوم چې یو سوداګریز بندر دی او د افغانستان جنوب ختیځ ولایت ننګرهار د پاکستان خیبر پښتونخوا سره نښلوي کار کاوه. د دوی کار د دغه دوو پولو تر منځ د مالونو وړل راوړل وو: ” مونږ هر څه لرل یو کور، دنده، پیسې روغتیا او خوښي، لیکن کله چې جګړې پیل شوې مونږ پاکستان ته مخه کړه او هر څه مو پریښودل. کله چې د طالبانو واکمني له منځه لاړه مونږ بیرته خپل هیواد ته راستانه شوو، لیکن هغه څه مو چې پریښي وو د پخوا په شان نه وو، کورونه مو ویجاړ شوي وو، زمونږ ملکیتونه لوټ شوي وو او د اوسیدو لپاره مو هیڅ ځای نه درلود نو ځکه کابل ته راغلو. په پاکستان کښې ژوند کول ډیر ګران وو. یوازې یو څو ځانګړو کسانو کولای شول چې ښوونځي ته لاړ شي نو له همدې کبله بیرته خپل هیواد ته راستانه شولو. د دومره ډیرو کلنو په تیریدو سره سره په دې و نه توانیدو چې هغه څه مو چې پخوا د لاسه ورکړي وو بیرته لاسته راوړو. “

    سره له دومره اوږدې مودې چې تقریباْ د کابل ښار په مرکزي سیمه کښې ژوند کوي د هغوی سره لکه د یو رټل شوې ټولنې سلوک کیږي. له یوې خوا هغوی ته د خلکو له لوري سم هرکلی ندی ویل شوی او له بله پلوه د کډوالو حالت ته د پاملرنې نه شتون، سخت فقر او بي روزګاري دوی په مکمل ډول د ټولنې نورو برخو څخه محروم کړیدي. د هغوی یو ځای (مدغم) کول د ټولنې سره یوه ضروری کار دی چې باید هغوی لپاره تر سره شي. سره له دومره منفی اخیستنو او فکرونو، په لومړي پړاو کښې باید د کډوالو او ځایي وګړو څوک چې کولای شی د دې واټن په کمولو کښې اغیزمن رول ولوبوي تر منځ یوه همغږي رامنځته کړو.