تخطى إلى المحتوى

د ژوند سختیو هیله مند کړم

    ژوند د مرمېو تر سیوری لاندې ډیر ستونزمن کار دی، دا کیسه د څو کلو پخوا پورې تړلې ده کله چې سحر ګل په هلمند ولایت کښې اوسېده. هغه او د هغه کورنۍ په کښت او بزګرۍ بوخت وو. که څه هم هلته ښوونځی، روغتون او نورې د ژوند آستانتیاوې نه وې خو هغوی په کلي کښې ډېر خوشحاله ژوند درلود. له بده مرغه، جګړو او تاوتریخوالو زور واخيست او د دې لپاره چې خوندي واوسیږو نو ټولې دروازې مو وتړلې.

    ”زما هغه ورځې ښه په یاد دي کله چې ما تلویزیون ته کتل او لیدل مې ډیری ماشومان ښوونځي ته ځي. ما د ځان څخه و پوښتل: زه ولې دلته اوسیږم؟ د څه لپاره زما لارې تړل شوي دي؟ ډېرې پوښتنې مې ذهن ته راتلې خو د یوې پوښتنې لپاره مې هم  ځواب نه درلود. یوه ورځ د یوه سړي سره مخامخ شوم چې هغه په کلي کښې د ځايي خلکو سره مرستې کولې٬ هغه زه وهڅولم تر څو د خپل راتلونکي په اړوند فکر وکړم او زده کړه وکړم. “

    سحر ګل زیاتوي:”ما پریکړه وکړه چې په دې اړه جدي واوسم نو ما او زما کورنۍ پریکړه وکړه چې کلی پریږدو او کابل ته مو کډه وکړه. د لارې په اوږدو کښې د مخالفینو او ملي پوځ تر مینځ نښته روانه وه، مونږ د څو ساعتونو لپاره د جګړې له امله تم شوي وو. لیکن اوس، وګورئ! مونږ څه ډول ژوند کوو؟ مونږ په خېمو کښې اوسیږو، خو مونږ د هلمند په پرتله ډېر هیله مند یو ځکه دلته د ښار شاوخوا ملي پوځ دی، امنیت دی او پولیس دي. دلته مونږ خپلواک یو، ښوونځي ته ځو، فوټبال کوو، کریکټ کوو، لامبو ته ته ځو او ډېر وخت مو ښه تېریږي. “

    اوس مهال٬ سحرګل ۲۰ کلن دی او په هغه ښوونځي کښې چې د کډوالو کمپ تر څېرمه دی په شپږم ټولګي کښې په زده کړه بوخت دی. هغه زیاتوي که څه ډېر ناوخته دی خو بیا هم هوډ لري چې خپلو زده کړو ته به ادامه ورکوي. هغه دا زده کړي چې د یو کار پیل کولو لپاره هیڅ وخت نا وخته ندی.

    ”ډېر ځله پر مونږ ټولو ستونزې راځي، ډله ایز یا هم انفرادي ډول خو مونږ باید قوي اوسو. “

    ما د هغه په سترګو کښې د هيلو څرک ولید. هغه وویل:”ما په ډېر لږ وخت کښې بدلون وکړ او دامې زده کړه چې څنګه خپل هدف ته ځان ورسوم. زه د ځان سره یو ارمان لرم او هغه هم د کډوالو ماشومانو ته کوم چې په افغانستان کښې د خېمو لاندې ژوند کوي،  زده کړه ورکول دي. زما یوازینۍ هیله دا ده چې داسې ورځې په افغانستان کښې راشي چې هیڅ یو کډوال په هیواد کښې نه وي او ټول سره په سوله کښې ژوند وکړو او یو دبل سره مینه ولرو. “