تخطى إلى المحتوى

د موسکا کیسه

    زه د پاکستان، خیبر پښتونخوا سیمه کې د افغان کډوالو په یوه کمپ کښې زېږيدلې یم. زه او زما کورنۍ د خپلمنځي جګړو قربانیان وو. مخکې له بې ځایه کېدو (مهاجرت)، زما پلار په افغانستان کښې د واکسیناټور په توګه دنده ترسره کوله. هغه په یوه ځایي کلینیک کښې په کار بوخت وو، او کله چې جګړه پیل شوه نو سمدلاسه مونږ پاکستان ته کډه شوو. لږ موده وروسته له دې چې زما کورنۍ د مهاجرینو په کمپ کې مېشت شول، ما دې نړۍ کښې سترګې وسپړلې یعنې وزېږیدم. زما پلار د خښتو په یوې بټۍ کښې کار کاوو ترڅو د خپلې کورنۍ مرسته وکړي.

     د لومړي ځل لپاره چې کله زه د رخصتیو پر مهال  افغانستان ته راغلم، لس کلنه وم او ما دلته د اوسېدو څخه خوند اخیست. دا زما لومړی ځل وو چې د یو نوی ځای څخه پرته د کوم فشار نه خوند واخیست. زه ډېره آرامه وم او غوښتل مې چې همدلته پاتې شم او هيڅکله بېرته لاړه نشم، لیکن دا حالت هغه مهال بدل شو چې کله زمونږ د کلي یوه جنۍ د نامعلومو کسانو لخوا وتښتول شوه. هغه زما ملګرې وه او کله کله به مې ورسره لوبې کولې. وروسته د دغې پېښې، مونږ هم یوه شپه خپل کلی پرېښود او بېرته پاکستان ته لاړو ځکه مور مې وېرېده چې کومه ورځ به ما هم څوک وتښتوي.

      دا زما د هیواد څخه یو تریخ یادښت وو، دا یو داسې یادښت وو چې زما لیدلور یې د اوږدې مودې لپاره د بېرته راستنېدو په اړه بدل کړ.

    په ۲۰۱۶ کال کښې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو لپاره یو مهال وېش وټاکه تر څو کډوال افغانان بېرته خپل هیواد ته ستانه شي. ما نه غوښتل چې بېرته راستنه شم ځکه ما هغه تریخ یادښت لا اوس هم په یاد لرلو، او زما وروڼو په دې ټینګار کاوه چې که چېرې مونږ پاکستان پریږدو نو زمونږ کاروبار به خراب شي.

    کله چې د پاکستان حکومت لخوا د افغان کډوالو خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو ټاکل شوې نېټه پای ته ورسېده، پولیسو د کډوالو د نیولو لپاره د کورونو لټول پیل کړل. هغوي زمونږ د اجازې پرته زمونږ کورونو ته راننوتل او نارینه یې لټول. هغوی مونږ سره داسې چلند کاوه ګواګې چی مونږ تروریست یا طالبان یو. زما خاوند، وروڼه، او زما پلار نشو کولای چې په لارو او کوڅو کښې وګرځي او خپلې هټۍ ته لاړ شي. پولیسو هغوی دې ته اړ کړل چې خپلې هټۍ وتړي او ورته به یې ویل چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.

      مونږ داسې فکر کاوه چې د پولیسو دا ډول کړنې به د یوې لنډې مودې لپاره وي، لیکن زمونږ د فکر پر خلاف هغوی یوه ورځ په کمپ کښې پوځي عملیات ترسره کړل. پولیسو د کورنیو نارینه ووهل او هغوی یې د زندان تمبو شاته واچول. د دغه پوځي عملیاتو څخه وروسته مونږ پریکړه وکړه چې باید دا ځای پرېږدو. هغه څیزونه مو د ځان سره راواخیستل کوم چې مهم وو او هغه څه مو چې پرېښودل د پولیسو لخوا ضبط او ویجاړ شول. هغوی مونږ ته دا موقه رانکړه چې ویې پلورو او یا یې بل چا ته ورکړو.

    زه ډېره پریشانه وم او تل مې دا فکر کاوه چې خلک ما تښتوي (اختطافوی). د خپلې تښتول شوې ملګرې په اړه مې فکر کاوه او د ځانه مې پوښتل: که چېرې زه هم د هغې په شان وتښتول شم نو څه به کوم؟. که څه هم زه واده شوې وم خو بیا هم وېرېدم. کله چې زما خاوند زما د پرېشانۍ په اړه پوښتنه وکړه نو ما ورته د خپلې ملګرې کیسه وکړه. زما خاوند هم هغه جنۍ پېژندله او ما ته یې وویل چې هغه د کورنیو د شخړو له امله تښتول شوې وه. ما د هغه په خبره باور نشو کولای خو سره له دې مې کوښښ وکړ تر څو په خپلو انديښنو او پرېشانیو تر یو بریده برلاسې اوسم.

    کله چې مونږ د افغانستان او پاکستان دواړو هیوادونو تر منځ ګډې پولې لور ته وخوځېدو، نو پولیسو په هر ځای کښې درولو او تلاشي یې اخیسته. هغوی راته ویل: تاسو افغانان ټول تروریست یئ او کیدای شي چې په خپلو پنډکیو کښې د ځان سره بمونه ولرئ. هغوي هر څه مو چې درلودل و یې سپړل. حتی هغوي نه پرېښودلو چې خپل درمل د ځان سره ولېږدوو.

    د څو پوستو او تلاشیو وروسته مونږ په دې وتوانېدو چې د پولې څخه دېخوا راواوړو. کله چې د پولې دېخوا راواوښتو، زمونږ افغان پولیسو حتی یو ځل لپاره هم تلاشي نکړو. هغوی راته ښه راغلاست وویل او داسې چلند یې راسره وکړ چې مونږ یې توقع نه درلوده.

    اوس مهال د جلال آباد ښار کښې په یوه کرايي کور کښې ژوند کوو. وروڼه مې د سړک په سر او ځایي مارکیټ کښې کریډت کارتونه پلوري او خاوند مې هم په یوې هتۍ کښې په کار بوخت دی. اوس دلته ډېر خوښ یو او د پولیس لخوا او یا د کډوال نوم په اړه نور انديښنه نلرو. مونږ په خپله خوښه کډوالي نه وه غوره کړې، بلکې وضعیت او جګړو دې ته اړ کړي وو چې باید د پردیو په هیواد کښې ژوند وکړو.