اوسانه سیسانه د دري ژبو خلکو تر مینځ یوه عامیانه او فولکلوریکه اصطلاح ده. دې جملې سره مونږ معمولاْ یوه فولکلوریکې او عامیانه کیسې پیل کوو. د دې ژبنی شالید او تاریخ که څه هم معلوم ندی خو په ځانګړي ډول د ژمي سړو او اوږدو شپو کښې به ماشومان انتظار وو چې یوه بله افسانه یا د ښاپیریو کیسه واوري. مشرانو ،په ځانګړي توګه انا یا نیاګانو، د دې لپاره چې د اوریدونکو پام ځان ته راواړوي خپله افسانه به یې د اوسانه سیسانه اصطلاح سره پیل کوله. خو د وخت په تیریدو سره دغه اصطلاحات اوږده شول حتی په نظمونو بدل شول کوم چې ماشومان یې سره یو ځای د سندرو په څېر وایي.
د افسانو ویلو د کمښت له کبله دغه اصطلاحات تر ډیرې مودې د خلکو د پامه وغورځیدې. په بلخ کښې په دې وروستیو کلنو کښې یو نوی غورځنګ چې د کیسو کور (خانه داستان) لخوا يې ملاتړ کیږي په دې لټه کښې دی تر څو دغه دود بیا راژوندی او دغه فولکلوریکې کیسې را غونډې کړي. که څه هم دا لومړی ځل ندی چې د ادب خاوندان او ژبپوهان هڅه کوي تر څو د دغه فولکلوریک کلتور کوم چې د جګرې، مهاجرت، د وګړو بې ځایه کیدو او ټولنیز بدلونونو څخه متاثره شوی، د کمیدو مخه ونیسي بلکې د لومړي ځل لپاره د مخکښو ادبي څیرو یوه ډله سره یو ځای شوې تر څو ځوانان د دغو فولکلوریکو کیسو ثبتولو او راټولولو ته و هڅوي.
هغوی کلنۍ ننداره د اوسانه سیسانه په نامه تأسیس کړه. دغه کلنۍ ننداره د کال په وروستۍ اونۍ کښې نوروز (د لمریز کال پیل) ته د هرکلي په موخه ترسره کیږي. په دغې نندارې درې غوره کارونه ټاکل کیږي او د هغو لیکوالانو ته ډالۍ ورکول کیږي.
تقي وحیدي یو تن لیکوال، د دې نندارې بنسټ ایښودونکی او منصف غړی په دې باور دی چې د فولکلوریک ادب مطالعې او ساتنې ته هڅول زمونږه دنده دی: ”هیڅ ونه په شاړه او بې حاصله ځمکه کښې نه شنه کیږي، هیڅ قوم او ملت د خپل کلتور او ارزښتونونه پرته دوام کولی نشي، او هیڅ بدلون د تیر او راتلونکي د مصالحې اول فکر څخه پرته نشي راتللی. د خپل کلتور په هیرولو او دهغه د اصلي او اساسي اجزاو په له منځه وړلو سره نشو کولای خپل راتلونکي ته ورسیږو، لیکن د هغوی په یو ځای کولو سره کولای شو یو کلک اساس او بنسټ يې رامنځته کړو کوم چې مونږ مخ په وړاندې بیایي. زمونږ بډایه کلتور مونږ ته د راتلونکي په لور لارښوونه کوي. دا هغه څه دي چې مونږ يې د (بلخ کیسو په کور) کښې په لټه کښې یو. “