تخطى إلى المحتوى

ښوونځی پریښودل!

    د افغانستان په پلازمېنه د کابل ښار د قمبر څلور لارې په کډوالو کمپ کښې، ۹۰٪  سلنه ماشومان ښوونځي ته دتلو نه محروم شوي دي چې ډېری د دغو ماشومانو عمرونه د ۱۲ او ۱۸ کلنو تر مینځ دي. د (ښوونځی پریښودل)، دغه پریکړه د مشرانو او کورنیو لخوا د خپلو ګلالیو او تنکیو ماشومانو په اړوند کوم چې د هيواد راتلونکي دي شوې دی او دا پریکړه هغه مهال وشوه چې په کمپ کښې ځيني ماشومان په چړو ووهل شول او یا د کمپ تر څېرمه  ښوونځي کښې د ځایي خلکو لخوا ربړول کیدل او تېره دا چې په کمپ کښې د بیرته راستانه شوي کډوالو لپاره هېڅ ښوونځې نه دی ودان شوی.

    خان محمد چې په دې وروستیو کښې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ څخه را بې ځایه شوی، د ځان لپاره يې یو کوچنی کاروبار پرانيستی. هغه ترکاري، مېوې، نوشابې او لبنیات د کمپ په اوسیدونکو کډوالو پلوري. خان لیک او لوست نشي کولای خو هغه لیوال دی چې لیک او لوست زده کړي. کله چې د اول ځل لپاره کمپ ته راغی هغه په ښوونځي کښې نوم لیکنه وکړه خو د ځايي وګړو ناوړه چلند هغه دې ته اړ کړ چې ښوونځی پریږدي او اوس مهال هغه هڅه کوي تر څو خپلې دوې کوچنۍ خویندو باندې زده کړې وکړي. هغه خپلې خویندې په کمپ کښې دننه د لیک، لوست او انځورګري ټولګي ته استوي. که څه هم هغه نه غواړي چې خپلې خویندې د کمپ څخه دباندې ولېږي خو هغه د هغو سره مرسته کوي تر څو د زده کړو د لاسته راوړلو په موخه د هرې ګړۍ او موقې څخه ګټه پورته کړي. هغه زیاتوي: ”یو ځل حکومت په کمپ ښوونځي جوړ کړي نو هغوی دواړه به ښوونځي ته واستوي تر څو په یوه آرامه چاپیریال کښې زده کړې وکړي“.

    ابوذر غفاري، کمپ ته تر ټولو نږدې ښوونځی دی. پنځه لس کلن قاسم د څو میاشتو لپاره یاد ښوونځي ته لاړ خو کله چې هغه او د هغه ملګري  د نورو زده کوونکو لخوا وډبول شول نو ښوونځی يې پریښود. قاسم هیله مند دی چې په راتلونکي کښې یو تکړه ډاکتر شي. هغه وویل:”مونږ خپل کور او کلی د دې لپاره پریښود تر څو زده کړې وکړو خو له بده مرغه په دې نه پوهیدو چې چې ځیني خلک مونږ ته د ښوونځي د تلو لپاره اجازه  نه راکوي. زه نور نه غواړم ښوونځي ته لاړ شم، ما یوازې غوښتل چې ډاکتر شم خو اوس مهال د ډاکتر جوړیدو په اړوند هیڅکله هم فکر او سوچ نه کوم“.

     

    افغان حکومت تر اوسه د کډوالو په کمپ کښې ښوونځی نه دی جوړ کړی یوازې د لیک، لوست او انځورګري ټولګي شتون لري کوم چې د مختلفو موسیسو لخوا کډوالو لپاره په لار اچول شوي دي. هره ټولنه هڅه کوي تر څو د کمپ ماشومانو لپاره د زده کړو آسانیاوي برابرې کړي او دغه موسیسې په دې توانیدلي چې د زده کوونکو لپاره دوه یا درې ټولګي جوړ کړي او د کمپ اوسیدونکي د خپل حکومت نه هیله لري تر څو د دوی لپاره په کمپ کښې ښوونځی ودان کړي او د کډوالو لپاره معیاري او با کیفیته زده کړې برابرې کړي.