تخطى إلى المحتوى

په ننګرهار کې د مسلمانانو او سیکانو ترمنځ د دویم ځل فرهنګي خبرې اترې

    د اعتماد له منځه وړل او خلکو سره د اړیکو پرې کول د جګړې او بې ثباتی تر ټولو بده پاېله ده چې په پاېله کې په انساني بې نظمي او فجایع بدلېږي. د جکړې څخه وروسته هېوادونو کې، د فرهنګي خبرو اترو پلی کول د ټولنیزو ګروپونو تر منځ د اعتماد او دوستانه اړیکو بیا رغول او جوړول تر ټولو یوه اساسي وسیله ده.

    دغه، څو لسیزې وړاندې له دې چې کورنۍ جکړه په افغانستان کې زور ومومي، زیات شمېر هندیان او سیکان په دې هېواد کې ژوند کاوه. هغوی د افغانستان د ۱ څخه تر ۳ سلنه جمعیت جوړوه چې د دې هېواد په مختلفو ښارونو کې لکه کابل، جلال آباد، هرات، کندهار، مزار، غزني او لشکرګاه کې ژوند کاوه. لیکن د جکړې د پیل سره سم، هغوی ټولو په ځانګړې توګه دیني او مذهبي اقلیتونو لکه د سیکان او هندیانو پر وړاندې وضعیت په بشپړه توګه تغیر وکړ او زیات شمېر یې مجبور شول چې په نه غوښتونکی توګه افغانستان پرېږدي او نورو هېوادونو ته پناه یوسي.

    تر پېړیو، مسلمانان او سیکان ننګرهار په ولایت کې په سوله ییز ډول د یو بل په ګاونډیتوب کې ژوند کاوه. هغوی د یو بل په غم او ښادي کې شریک وه او په ښه او بدو شرایطو کې یو بل سره یار او همکار وه.

    د تېرې دوستئ د اړیکو جوړول او د اعتماد بیا رغولو په موخه، د ننګرهار فرهنګي کانتینر د فرهنګي خبرو اترو یوه لړۍ یې د مسلمانانو او سیکانو ترمنځ په لار اچولې چې موخه یې د بې اعتمادی له منځه وړل او د جلال آباد ښار د دغو دوو ګروپونو ترمنځ د څو لسیزو جګړو له امله د بدبینی او غلط پوهنې لرې کول دي. د دې لړۍ لومړۍ پړاو تېر کال په لار واچول شو، او د ۲۰۱۶ کال مارچ په ۲۷ دویمه لړۍ یې د جلال آباد فرهنګي کانتینر په مرکز کې جوړه شو. مسلمان او سیک ګډونوالو د ښځو او نارینه و په ګډون په دوه جلا برخو کې په دغې فرهنګي خبرو اترو کې برخه اخیستې وه.

    تر ټولو د پام وړ مسله دا چې په دغه سیمه کې چې فرهنګي کانتینر موقعیت لري، د سیک ډیرو ګډونوالو لپاره چې د جلال آباد په ښار کې زېږېدلي او لوی شوي دي نوې وه او دغه کانتینر یې نه وه لیدلی، دا د دې ښکارندوی دی چې هغوی څومره د ټولنې او ښار حاشیې ته لېږدول شوي. ګډونوالو د فرهنګي کانتینر دا ابتکار د ستاېنې وړ وګڼه او دا چې فرصت یې برابر کړي ترڅو د ننګرهار ولایت مختلف ټولنیز ګروپونه سره راټول شي او د دوستانه اړیکو خبرو اترو له طریقه خپلې ستونزي حل کړي، مننه وکړه. هغوی تېر وختونو او له منځه تللې یادونه یې یو بل سره شریک کړل، هغه وخت چې د جلال آباد ښار مسلمان اوسېدونکي نارینه سیکانو ته یې لالا نارې وهلی. هرمیت سینګ د جګړې څخه وړاندې یادونو څخه کله چې افغانستان کې بانکي سیستم دومره پراخ نه وه یادونه وکړه. هغه وخت کې سیکان د جلال آباد د خلکو د مال او پیسو معتمدان وه. کله چې خلک په سفر تلل، نو خپل مال او پیسې به یې سیکانو سره امانت اېښودل.

    په پاېله کې دواړو غاړو یوبل ته وعده ورکړه چې د تېرو اړیکو بیا رغولو او د مناسباتو ټینګولو په موخه به یوبل سره مرسته او همکاري کوي. د جلال آباد مشرانو سیکانو ته وعده ورکړه چې تېر دوستانه او امن فضا به بېرته راولي او ښار به د سیک او نورو اقلیت قومي او مذهبي ګروپونو لپاره د ژوند یو امن او مناسب ځای وګرځوي. په پای کې هغوی د سولې او دوستئ لپاره دعا وکړه او د یوبل لاسونه یې سره ونیول.