(بچه پوش (جینۍ چې د هلکانو جامې اغوندي

 

ماښام دی، هوا په تیاره کیدو دی او هلک (پلورونکی) د پیرودونکي سره د هغو توکو د بیې په اړوند کوم چې پیرودونکي را غونډ کړي دي خبرې کوي. په لومړي ځل لیدو سره مو داسې ګمان وکړ چې هغه هلک دی د خپل پلار سره، لیکن وروسته و پوهیدو چې هغه جینۍ ده د هلکانو په جامو کښې کوم چې بچه پوش ورته ویل کیږي. په افغانستان کښې کومه کورنۍ چې نارینه ماشوم ونلري نو یوه لور یا جینۍ ته د نارینه جامې اغوندي او لکه هلک کار کوي تر څو وکولای شي د خپلې کورنۍ سره په آزاد ډول مرسته وکړي. د ورځې په اوږدو کښې دغه بچه پوش په ټولنه کښې د هلک مسئولیتونه ترسره کوي او چې کله شپه شي بېرته د انجونو جامې اغوندي.

د انجونو په پرتله د هلکانو غوره والی د افغانستان په ځینو برخو کې څرګند دی او ډېری کورنۍ د انجونو په پرتله هلک غوره ګڼي. کله چې ښځې هلک ماشوم نړۍ ته را نه وړي نو کورنۍ خپل زوی ته دوم واده په دې هيله کوي چې ګواکې دومه ښځه نارینه ماشوم وزیږوی او که د دوم ځل واده لپاره وس او توان ونلري نو خپلې یوې لور ته د نارینه جامې پدې موخه ور اغوندي چې د خپل پلار سره په کارونو کښې مرسته وکړي. 

زمونږ بچه پوشه (ماري) په مزار شریف ښار کښې ښوونځي ته لاړه او خپلې زده کړې یې پیل کړې، هغې دا هوډ درلود چې د یوه ښه مسلک په درلودلو سره وکولای شي چې خپلې ټولنې سره مرسته وکړي خو  د یوې لنډې مودې وروسته هغه د جامو له امله وځورول شوه او سپکاوی یې وشو نو هغې هم ښوونځي او خپل ارمانونو ته شا کړه او په ځايي ښار کښې یې د خپل پلار سره کار  پیل کړ.

ځیني ټولګیوالې دهغې سره ښې ملګرې شوې وې او د هغې هنري وړتیا یې موندلی وه. هغه په انځورګري کښې یوه وتلې زده کوونکې وه او همدارنګه هغې په خپل لاس جوړ کړي انځورونه خپلو ټولګیوالو ته ښودلي وو، نو هغوی دا خپله دنده وګڼله چې باید د هغې سره مرسته وکړي او بېرته يې ښوونځي ته راولي.

یو ماښام وختي یوه درې یا څلور کسیزه د انجونو ډلې ځايي ښار په لور چېرې چې دهغوی ملګرې (ماری)  د خپل پلار سره په مرسته کولو بوخته وه، مخه کړه. د یوه تاوده روغبړ څخه وروسته هغوې د ماري له پلار سره یوه لنډه وینا دهغې د راتلونکي او بېرته ښوونځي ته د ستنېدو په اړوند، پیل کړه. خو هر ځل چې هغوی د هغې راتلونکي په اړوند خبرې کولې نو دهغې پلار به په دې ټینګار کاوه چې زه زوی نلرم او دا یوازینی کس دی چې له ما سره په کارونو کښې مرسته کوي، که څه هم ماري ویل چې: ”زه غواړم جينۍ اوسم خو زما پلار يې نه خوښوي.“

د ماري ټولګیوالې لاس په سر نه شوې او په وار وار یې د ماري له پلار سره خبرې وکړې. هر ځل به هغوی د نوي دلایلو سره د ماري د پلار قانع کولو لپاره راتللې تر څو ماري بېرته ښوونځي ته پریږدي او د یوې عادي جینۍ په توګه ژوند وکړي. آن تر دې چې انجونو پریکړه وکړه تر څو د ماري هنري وړتیا د هغې پلار ته وښايي او هغوی د ماري په لاس جوړ شوي انځورونه دهغې پلار ته راوړل.

دغو انجونو په ډیره آسانه د هغې پلار ته دا وښوده چې یوه جینۍ کوم څه چې په خپله اصلي جوثه کښې کولای شي د بل چا جوثې په پرتله غوره وي. که چېرې یوې جینۍ ته موقه ورکړل شي کولای شي هغه څه چې غواړي او خوښوي یي په ښه توګه ترسره کړي او همدارنګه یوه جينۍ د دې وړتیا لري چې په هر ډول شرایطو او حالاتو کښې خپلې کورنۍ ته اوږه ورکړي او مرسته یې وکړي. لکه څنګه چې هلکان د خپل ژوند لپاره آرمانونه، هيلې او امیدونه لري همدارنګه انجونې هم هیلې لري تر څو خپلو آرمانونو ته ورسیږي. وروسته د څو ورځو د هغې پلار وپتیله او خپلې لور ته یې اجازه ورکړه تر څو بېرته ښوونځي ته لاړه شي او خپله هنري وړتیا ته وده ورکړي او د یوې جینۍ په شان ژوند وکړي.

کلونه تېر شول او هغې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه تر څو د انځورګرۍ یوه تکړه ښوونکې شوه او اوس مهال هغه د خپل لاس جوړ کړي انځورونه پلوري او په پیسو یې خپلې کورنۍ سره په ښه توګه مرسته کوي.

25
أكتوبر
posted in خبرونه by

Leave a Reply